د لاس رسي وړ اتصالات

ملگرو ملتونو د ننگرهار ټرورستي بریدونه غندلي


د ملگروملتونو د امنیتي شورا غړو په ننگرهار کې ورستي بریدونه په سختو الفاظو غندلي دي چې پکې ۴٣ تنه ووژل شول.

د ننگرهار په ولایت کې د روانې میاشت په ١٦ او ١٧ نیټه په ترهگریز بریدونو کې شاوخوا ۴٣ تنه ووژل شول او د ۴٥ نه زیات زخمیان شول. د اسلامي دولت ډلې یا داعش د دغو بریدونو مسولیت په غاړه اخیستی.

د ملگروملتونو د امنیتي شورا غړو په بریدونو کې د وژل شوو د کورنیو او د افغانستان د حکومت سره خواخوږي څرگنده کړیده او د زخمیانو لپاره یې د صحت دعا کړې.

د امنیتي شورا غړیو وویل چې ترهگري د نړۍ سولې او ثبات ته د ترټولو لوی خطر پیښوي.

د ملگري ملتونو د امنیتي شورا غړیو د نړیوالو نه وغوښتل چې د نړیوالو قوانینو په اساس دی پخپلو ملکونو کې د موجودو ترهگرو ضد اقدامات وکړي او پدی لړ کې د افغانستان د حکومت سره مرسته وکړي. هغوي زیاته کړه چې پکار ده ترهگر د قانون منگولو ته وسپارل شي او د ځبل شوو سره عدالت وشي.

د امنیتي شورا غړیو دا هم وویل چې ترهگري جنایت دی او په هیڅ شکل د منلو وړ ندی.

XS
SM
MD
LG