د لاس رسي وړ اتصالات

جلال‌آباد کې ځانمرګي برید ۱۹ تنه وژلي


د والي ویاند وویل، چې په پیښه کې شاوخوا ۳۰ زخمیان دي
د والي ویاند وویل، چې په پیښه کې شاوخوا ۳۰ زخمیان دي

ننګرهار کې چارواکي وايي، چې نن له غرمې وروسته شاوخوا درې بجې د جلال‌آباد ښار د پښتونستان واټ په سیمه کې ځانمرګي برید شاوخوا ۱۹ وژلي او ۴۸نه نور یې ټپیان کړي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطالله خوګیاڼي امریکا غږ ته وویل، چې ځانمرګی برید د والي دفتر ته نږدې د پولیسو د یو قراول مخې ته شوې ده.

د ښاغلي خوګیاڼي پر وینا، برید هغه مهال شوی، چې د ننګرهار والي په خپل دفتر کې له یو شمیر طالبانو سره غونډه درلوده.

د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست وايي دوه زخمیان په روغتون کې مړه شول چې ورسره د وژل شویو شمېر ۱۹ ته ورسېده. د عامې روغتیا رئیس ډاکټر نجیب‌الله کامه‌وال وايي، چې د پیښې له ځای څخه شاوخوا ۵۰ ټپیان روغتونونو ته وروړل شوي دي.

د ریپوټونو له مخې، په برید کې امنیتي ځواکونو او طالبانو ته هم مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د ذبیح‌الله په نوم د پیښې یو عیني شاهد امریکا غږ آشنا ته وویل، چې د پولیسو د قراول مخې ته یې یو شمیر مړي او ټپیان لیدلي دي.

تر اوسه کوم چا یا ډلې د برید مسولیت نه دی منلی.

تیره ورځ هم د ننگرهار ولایت د روداتو ولسوالۍ په غازي امان الله خان ښارگوټي کې، د خلکو او طالبانو له خوا د اوربند د لمانځنې په مراسمو کې د خونړۍ چاودنې له امله ۳۶ تنه ووژل شول او ۶۵ نور ټپیان شول.

XS
SM
MD
LG