د لاس رسي وړ اتصالات

امریکایي سناتوره شهین ټرمپ ته: د کډوالو د پروګرام د ځنډولو په اړه له سره غور وکړي


د امریکا لوړپوړې دموکراته سناتوره جین شهین او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ
د امریکا لوړپوړې دموکراته سناتوره جین شهین او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د امریکا لوړپوړې دموکراته سناتوره جین شهین د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغه اجرائیوي فرمان مخالفت کړی، چې له مخې یې په متحده ایالاتو کې د کډوالو د بیا میشتېدو پروګرام ځنډول شوی دی.

ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ یو اجرائیوي فرمان لاسلیک کړ چې له مخې یې د جنورۍ له ۲۷مې نېټې څخه په متحده ایالاتو کې د کډوالو د بیا میشتېدو پروګرام وځنډول شو.

په فرمان کې ویل شوي، چې د دې فرمان له مخې به د کډوالو د منلو پروګرام تر هغه وخته وځنډیږي، تر څو متحدو ایالتونو ته د هغوی داخلېدل د امریکا د ملي ګټو سره همغږي نه وي.

ډونالډ ټرمپ د خپلې ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې د قانوني کډوالو راتګ هم کم کړی و او په ۲۰۲۱ کال کې یې دا شمېر یوازې ۱۵ زرو ته محدود کړی و.

د افغانانو د بیا میشتېدو د پروګرام کلکې ملاتړې سناتور شهین، د چهارشنبې په ورځ، جنورۍ ۲۲مه (سلواغې درېیمه)، په یوې خبرپاڼه کې د ولسمشر ټرمپ د وروستي فرمان په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړه.

شهین ویلي: "د ولسمشر ټرمپ له دې فرمان څخه سخته اندېښمنه یم، چې د کډوالو د منلو هر ډول پروسه یې تر نامعلوم وخت پورې ځنډولې ده. د هغو کسانو منل لکه افغانان، د برما روهینګیا اقلیت او سودانیان چې د تاوتریخوالي او ظلمونو له امله یې خپلې کورنۍ پرېښې دي، د امریکا یو له بسنټیز ارزښتونو دي. د دې فرمان له امله زموږ هېواد اړمنو کسانو ته شا کړې ده."

په ورته وخت کې، افغان ایویک (Afghan Evac) چې په متحده ایالاتو کې د افغانانو د بیا میشتېدو لپاره د بېلابېلو ډلو سازمان دی، ویلي چې د ټرمپ اجرائیوي فرمان د هغو افغانانو ژوند اغېزمن کړی چې د متحده ایالاتو د کډوالۍ لپاره په شرايطو برابر دي.

خبرپانه کې د جین شهین په حواله لیکلي: " له حکومت څخه غوښتنه کوم چې پر دې پرېکړه له سره غور وکړي... هغه کډوال چې په متحده ایالاتو کې میشت شوي، نه یوازې د سیمه‌ییز اقتصاد په وده کې مهم رول لوبوي، بلکې په وروستیو کلونو کې یې سیمه‌ییزو او فدرالي ټولنو ته نږدې ۱۲۴ میلیارد ډالر ګټه رسولې ده."

خبرپاڼه زیاتوي: "په داسې وخت کې ددې پروګرام ځنډول به د کډوالو ژوند له خطر سره مخ کړي او په اوږد مهال کې به د متحده ایالاتو امنیت کمزوری کړي."

له بلې خوا، هغه افغانان چې په افغانستان کې د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته له هېواد څخه تښتېدلي او د متحده ایالاتو د بیا میشتېدو په تمه په نورو هېوادونو کې شپې ورځې سبا کوي، د چهارشنبې په ورځ، جنورۍ ۲۲مه (سلواغې درېیمه)، له ولسمشر ټرمپ څخه غوښتي چې د کډوالو د انتقال د ځنډ له دې فرمان څخه، دوی مستثنا کړي.

همداراز د افغان کډوالو د ملاتړ یوې ډلې (USRAP) په یو پرانیستي لیک کې له ولسمشر ټرمپ، د کانګرس له غړو او د بشري حقونو فعالانو له دې فرمان څخه د افغانانو د معافیت غوښتنه کړې ده.

دې ډلې ویلي: "طالبان موږ خاینان ګڼي او افغانستان ته زموږ ستنېدل به موږ د نیول کېدو، شکنجې یا مرګ له ګواښ سره مخ کړي. همدارنګه په پاکستان کې حالات ورځ تر بلې د زغملو وړ نه دي. په خپلسر نیونې، شړل او ناامني زموږ اندیښنې یې لا پسې زیات کړي دي."

د افغان کډوالو د ملاتړ ددغې ډلې په وینا، دا پداسې حال کې دی، چې متحده ایالاتو د سفارت له خوا د مرکو تر بشپړېدو وروسته، د کډوالو د نړیوال سازمان له لوري د ګڼ شمېر افغانانو لپاره د جنورۍ، فبرورۍ او مارچ میاشتو لپاره پروازونه تنظیم شوي وو.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG