د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو بادغیس کې د ملي اردو ۷ سرتیري وژلي


عکس: ارشیف - طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي
عکس: ارشیف - طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي

د افغانستان دفاع وزارت وايي، د بادغیس ولایت په بالامرغاب ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو په برید کې اووه افغان امنیتي سرتیري وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.

د دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان نن چهارشنبه جون ۲۴ (چنګاښ ۴) امریکا غږ ته وویل چې دغه نښته تیره شپه د بالامرغاب ولسوالۍ په «اکازي» کلي رامنځته شوې ده.

نوموړي زیاته کړه چې افغان ځواکونو د طالبانو بریدونه پر شا تمبولي او پرمهال یې ۱۰ وسله وال طالبان هم وژل شوي دي.

دفاع وزارت په درې نورو اعلامیو کې هم ویلي چې په هلمند، پکتیا او سرپل ولایتونو کې له افغان ځواکونو سره نښتو کې ۱۴وسله وال طالبان وژل شوي دي.

بلخوا تیره شپه د لوګر د سیمه ییزو چارواکو په وینا د یاد ولایت په خوښۍ ولسوالۍ کې د طالبانو په برید کې څلور سیمه ییز پولیس هم وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې روانه اونۍ د افغانستان د ملي امنیت شورا وویل چې طالبانو له ژمنې خلاف تاوتریخوالي ته زور ورکړی دی.

یادې شورا وویل چې تیره اونۍ د هیواد په ۳۲ ولایتونو کې د وسله والو طالبانو په بریدونو کې ۲۹۱ افغان امنیتي ځواکونه وژل شوي او ۵۵۰ نور ټپيان شوي دي.

وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه تبصره نه ده کړې.

XS
SM
MD
LG