د لاس رسي وړ اتصالات

هلمند کې طالبانو د ملي اردو پنځه منسوبین وژلي


د هلمند سیمه‌ییز چارواکي وايي چې تېره شپه د لښکرګاه ښار پر امنیتي کمربند د وسله‌والو طالبانو په برید کې د افغان پوځ پنځه منسوبین وژل شوي دي.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک امریکا غږ ته وویل وسله والو طالبانو په سیمه کې ماینونه ځای پر ځای کول او افغان ځواکونو يې پرضد عملیات پيل کړل چې د وسله والو په یوه کمين کې افغان سرتیرو ته تلفات واوښتل.

هغه زیاته کړه: "تیره شپه امنيتي او دفاعي ځواکونو غوښتل، د لویې لارې پر مسير د دوښمن له لوري ښخ کړل شوي ماينونه پيدا او شنډ کړي، چې يوه ماين چاودنه کړې او ورپسې نښته رامنځته شوې ده... په دې پيښه کې د څلورمې سرحدي لوا درستيزوال ډګرمن محمد ظاهر توربای، د ۳ کنډک درستیزوال وال محمد جان خپلواک او ۳ سرتیري په شهادت رسېدلي دي".

د ښاغلي ځواک په وینا افغان ځواکونو د طالبانو برید په شا تمبولی چې په ترڅ کې یې د دغې ډلې څلور جنګیالي وژل شوي او درې نور ټپيان شوي دي.

د هلمند د والي ویاند وویل نښته وروسته له هغې رامنځ ته شوه چې وسله‌والو غوښتل د لښکرګاه ښار امنیتي کمر بند سره نږدې د لويې لارې پرسر ماینونه ځای پر ځای کړي.

د لښکرګاه - کندهار لویه لار د ماینونو د ګواښ له کبله نن د شنبې ورځې تر ۱۱:۳۰ بجو پوري د ترافیکو پرمخ تړل شوې وه چې وروسته د افغان امنیتي ځواکونو له لورې پرانیستل شوه.

په لښکرګاه ښار کې تر نسبي امنیت وروسته د وسله والو له لورې غلچکي بریدونه زیات شوي چي له تیرې میاشتی راهیسې تر لسو زیاتو کسانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې.

دا برید په داسې حال کې کېږي چې تیره میاشت له لښکرګاه ښار څخه ټول بهرني سرتیري چې تر ډيره يې د دې ښار په امنیتي چارو کې د مشورې او د اړتیا پر وخت له افغان ځواکونو سره د مرستې دنده لرله ووتل.

وسله‌والو طالبانو تراوسه د دغه برید په اړه کومه تبصره نه ده کړې.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG