د لاس رسي وړ اتصالات

سودان کې په ۷ ورځني اوربند موافقه وشوه


د امریکا او سعودي عربستان تر څارنې لاندې یوه ډله به دا ځل د اوربند څارنه کوي.
د امریکا او سعودي عربستان تر څارنې لاندې یوه ډله به دا ځل د اوربند څارنه کوي.

د سودان په جګړې کې د ښکیلو ډلو استازو د سعودي عربستان د جدې په ښار کې د ۷ ورځو لپاره په جګړې نه کولو موافقه وکړه.

د خبرو څخه وروسته د متحده ایالاتو او سعودي عربستان په ګډې اعلامیې کې شنبه مې ۲۰ (غوایي۳۰) ویل شوي چې ۷ ورځنی اوربند به د راتلونکې دوشنبې مې ۲۲ مې نیټې د خرطوم پر وخت د شپې په ۹:۴۵ د اعتبار وړ شي.

په ګډې اعلامیې کې دا هم ویل شوي چې د اوربند موده د دواړو خواوو په موافقې غځیدلی هم شي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکین د اوربند د موافقې په هکله په اعلامیې کې ویلي چې په سودان کې د ټوپکو خاموشه کول او پرته له کومه خنډه بشري مرستو ته اجازه ورکول باید پخوا شوي وی.

ښاغلي بلینکین ویل، " زه د دواړو خواوو څخه غواړم چې دې اوربند ته پابند وي، نړۍ تاسو ویني".

په موافقې کې د سودان د پوځ لوی درستیز جنرال عبدالفتاح البرهان او د چټک ملاتړ نیمه پوځي ځواکونو مشر ، جنرال محمد حمدان ډاګلو استزو موافقه کړې چې د بشري مرستو ویشل کیدو ته به اجازه ورکوي، د خلکو د ورځني ژوندانه ضرورتونه خدمات به برحال کوي او د روغتونونو او عامه ځایونو څخه به ځواکونه باسي.

د اوربند پر سر په خبرو کې متحده ایالاتو او سعودي عربتسان منځګړتوب کړی و. په جګړې کې د دواړو ښکیلو ډلو استازو امریکا او سعودي ته ژمنه ورکړې چې په راتلونکو ۴۸ ساعتونو کې چې تر څو اوربند عملي کیږي، کوښښ به نکوي چې په نظامي برلاسی تر لاسه کړي.

سره لدې چې تر دې وړاندې هم دواړو جنرالانو په اوربند موافقې کړې وې خو عملي شوې نه وې مګر دا ځل به د دې اوربند د څارنې لپاره د متحده ایالاتو او سعودي عربستان تر ملاتړ لاندې یوه نړیواله ډله وګمارل شي.

د سودان د پوځ او نیمه پوځي ملیشو تر منځ د جګړې له کبله چې شپږمه اوونۍ یې پیل کیږي، په سودان کې عام نظم سقوط کړی او پداسې حال کې د خلکو خوراکي مواد، نغدې پیسې او د ژوندانه نور ضرورتونه مخ په خلاصیدو دي.

وسله والو ډلو چې معلومه نده څوک دي، ګڼ شمیر بانکونه، سفارتخانې، ګودامونه او آن کلیساګانې یې هم لوټ کړي.

د خیریه مؤسسو استازو ویلي چې په پایتخت خرطوم کې د امنیت نشتوالي له کبله هغوي نشي کولی چې په خلکو مرستندویه مواد وویشي.

د لوی درستیز عبدالفتاح البرهان او پخواني مرستیال محمد حمدان ډاګلو تر منځ جګړه د روان میلادي کال د اپریل د میاشتې په ۱۵ مې پیل شوه او تر اوسه پکې سلګونه کسان وژل شوي چې ډیری یې ملکیان دي او میلونونه نور بې ځایه شوي.

په عین حال کې جنرال برهان د جمعې په ورځ جنرال ډاګلو د جمهور رئیس د مرستیال په توګه له خپلې دندې ګوښه کړ او د خودمختارۍ واکمنې شورا مشري یې د یاغیانو پخواني مشر مالک اګار ته ورکړه او خپلو دریو نورو ملګرو ته جګپوړي نظامي مقامونه ورکړل.

د یاغیانو دې مشر په ۲۰۲۰ کال کې د خرطوم چارواکو سره د سولې موافقه لاسلیک کړې ده او په یوې اعلامیې کې د شنبې په ورځ وویل چې هوډ لري روانه جګړه پای ته ورسوي او مذاکراتو په کیدو به ټینګار وکړي.

XS
SM
MD
LG