د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو له خوا د کابل لودیځ کې د مزاري په نوم نوملول شوې څلور لارې ړنګیدو ته غبرګونونه


د افغانستان د خلکو د وحدت ګوند مشر په ګډون یو شمیر پخوانیو سیاسي مشرانو د کابل په لودیخه خوا کې د عبدالعلي مزاري په نوم د نومول شوې څلور لارې تخریبول غندلي دي.
د افغانستان د خلکو د وحدت ګوند مشر په ګډون یو شمیر پخوانیو سیاسي مشرانو د کابل په لودیخه خوا کې د عبدالعلي مزاري په نوم د نومول شوې څلور لارې تخریبول غندلي دي.

د طالبانو د حکومت کابل ښاروالۍ له خوا ددغه ښار په لودیځه خوا کې پل سوخته په سیمه کې د پخوانیو مجاهدینو د یو ګوند د پخواني مشرعبدالعلي مزاري په نو د نومول شوې څلورلارې ړنګیدو ته ددغه ګوند ځینو مشرانو او د پخواني حکومت او پارلمان ځینو پخوانیو چارواکو تند غبرګونونه ښودلي او د طالبانو دا کړنه یې غندلې ده.

په ټولنیزو رسنیو کې په خپرو شویو ویډیوي تصویرونو کې لیدل کیږي چې د طالبانو د حکومت د کابل ښاروالۍ کارکوونکي د شپې له خوا د پل سوخته په سیمه کې په یو بلدوزر باندې د پخوانیو مجاهدینو د افغانستان د حزب وحدت د ګوند پخواني مشرعبدالعلي مزاري په نوم نومول شوې څلور لارې کې یو څلی ړنګوي. دا ځلی چې په افغانستان کې د جمهوري رژيم پر مهال جوړ شوي په کې د پخوانیو مجاهدینو د افغانستان د حزب وحدت د ګوند پخواني مشرعبدالعلي مزاري تصویر هم کښل شوی دی.

په تیر جمهوري رژیم کې د پخواني جمهور رئیس سلاکار او د افغانستان د خلکو اسلامي وحدت د ګوند مشر چې په بهر کې دیره دی د یکشنبې په ورځ سپټمبر۲۲ ( تلې اول) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په خپله پاڼه د افغانستان د یوې لوی برخې د اوسیدونکو د جهادي او قومي هویت باندې څرګند تیری بللی دی.

ښاغلي مححق لیکلي: " د کابل په مزاري چوک کې د شهید مزاري او نورو ګرانو شهیدانو د یاد د څلي ویجاړول د افغانستان د خلکو د یو لوی برخې اوسیدونکو پر جهادي او قومي هویت باندې څرګند تیری او د طالبانو له خوا د قومي او مذهبي تبعیض د سیاستونود پلي کولو په برخه کې د کرکې یو عمل دی، چې د هیواد د ملي وحدت په ګټه نه دی".

تراوسه لا طالبانو په رسمي ډول ددغې څلور لارې د ورانوالو علت په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي، خو د تیرو دوو میاشتو راهیسې د کابل ښاروالي په دغه سیمه او د بریکوټ " دهمزنګ" او د میرویس میدان " کوټه سنګي ترمنځ هم د یو سړک د جوړولو کار پیل کړی، چې د سړک په اوږدو کې یې د دولتي ودانیو په ګډون د ځینو ودانیو دیوالوونه هم ړنګ کړي دي.

په ټولنیزو رسنیو کې په خپرو شویو راپورونو کې ویل شوي چې ټاکل شوې طالبان ددغې څلور لارې نوم د " دشت برچي څلور لارې" ته واړوي. اوس مهال دا څلور لارې د " شهید مزاري" په نوم یادیږي.

د افغانستان د پخوانۍ ولسي جرګې پخواني غړي عارف رحماني هم د طالبانو د حکومت دغه اقدام ته غبرګون ښودلی او ویلي دي چې مزاري یوه مجسمه،میدان، واټ، کلی او ښار نه دی چې ورته په سپکاوي او تخریبولو سره وکولای شي چې اهمیت، مقبولیت او د هغې ځلیدل را کم کړي.

هغه لیکلي: " مزاري یو سیاسي ډیالګ، عدالت غوښتنې تمثیل، د تمایل یو ځلانده انساني فعل او د ټولنې او قدرت په مناسباتو کې یو خط او روښانه اخلاقي لوری دی".

هغه ویلي چې د مزاري لار په افغانستان کې د ازادۍ، عدالت، برابرۍ، روادارۍ،ستم، استبداد او د تبعیض له منځه وړلو لار ده، د ښاغلي رحماني په وینا طالبان په غلا د یوې مجسمې او څلور لارې په ویجاړولو سره نشي کولای د مزاري فکري لار له منځه یوسي.

هغه ویلي: " بلکې دغې تروریستي ډلې د شهید مزاري د میدان په ویجاړولو سره د خپلې ډلې او د هزاره ګانو د ټولنې ترمنځ یو پیړ دیوال تر اسمانه را وکښت. د ابدي دښمنې دیول!".

همداشان د افغانستان د پخواني جمهوري رژیم په وروستۍ کابینه کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیرې معصومه خاوري هم د دغې څلور لارې ړنګیدو ته غبرګون ښودلی دی.

میرمن خاوري ویلي: " ولې د شپې یې تخریب کوي؟ د شپې تیاره د هغوی پر رسوایي باندې یوه ښه پرده ده. یو ځل بیا ډاډه شوم چې دغه تروریستي ډله په زړه کې ویره لري او هغه هم ...د خلکو د قهر څخه ویره. او ښه ده چې مونږ هم په خپل ډله ییز قدرت باندې خپرشو".

طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې واک د بیا ترلاسه کولو وروسته ددغه هیواد په شمیر ښارونو کې ځینې څلور لارې ویجاړ کړي او په دغو څلور لارو کې درول شوې مجسمې یې هم ړنګې کړي دي.

طالبانو په کابل کې د پخوانیو مجاهدینو د قومندان احمدشاه مسعود په نوم نوملول شوې څلور لارې نوم هم بدل کړی او بیرته یې د صحت عامې د څلور لارې په نوم مونولی ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG