د لاس رسي وړ اتصالات

شاهد اپریدی: افغانستان مې خپل ځای دی


شاهد اپریدی د افغانستان په پریمیرلیګ کې د پکتیا په لوبډلې کې دی
شاهد اپریدی د افغانستان په پریمیرلیګ کې د پکتیا په لوبډلې کې دی

د پاکستان د کرکت مشهور لوبغاړی شاهد اپریدی وايي چې له افغانستان سره د مینې په خاطر په افغان کرکټ لیګ کې لوبیږي.

د پاکستان د لوبډلې دغه پخوانی کپټان اوس د شهزاد محمدي په مشرۍ په (ګلبهار افغانستان شل اوریز لیګ) کې د پکتیا په لوبډلې کې دی.

نوموړي امریکاغږ ته وویل "افغانستان سره زما یوه مینه ده، یوه رشته مو ده، پلیرز(لوبغاړي) مو خپل لوبغاړي دي. زما خواهش و چې د افغانستان په لیګ کې ولوبیږم. د افغانستان د کرکټ د سپورټ (ننګه-ملاتړ) لپاره راغلم."

اپریدي په وار وار دا خبره وکړه چې افغانستان یې خپل ځای دی او ځانګړې رشته ورسره لري. هغه د افغان لوبغاړو په اړه هم وغږېده.

د اپریدي پوره مرکه دلته وګورئ او واورئ

اپریدی وایي د افغانستان د کرکټ د لوبغاړو ښه والی دا دی چې د لوبې پر مهال د ویرې او ډار احساس نکوي او زړوره لوبه کوي.

نوموړي وویل چې د افغانستان د کرکټ لیګ د ځوانو لوبغاړو د موندلو او په دغه هېواد کې د کرکت د ودې لپاره ډېر ښه نوښت دی. ښاغلي اپریدي وویل چې په لیګ کې همدا اوس داسې ځوانان شته چې په ملي لوبډلې کې د لوبېدو جوګه دي.

اپریدی وايي په لیګ کې داسې افغان ځوانان شته چې همدا اوس په ملي لوبډلې کې د لوبېدو وړتیا لري. هغه په خاص ډول د ضیاالرحمن شریفي نوم واخیست. شریفي تیز توپ اچونکی دی او دا مهال له شاهد اپریدي سره د پکتیا په لوبډلې کې دی. افغانستان دا مهال د تېزو توپ اچوونکو له اړخه کمزوری دی.

خو هغه د ځوانانو پالل او روزل د افغان کرکټ بورډ لوی مسولیت وګاڼه. هغه وویل چې دا د افغانستان د کرکټ بورډ او د افغان حکومت لوی مسولیت دی چې باید نویو ځوانانو ته د کرکټ اګاډمۍ او میدانونه جوړ کړي او نور وسایل او امکانات برابر کړي چې په افغانستان کې کرکټ نوره وده هم وکړي.

هغه وویل په کرکټ چې څومره پانګونه کیږي هغومره پرمختګ او وده کوي. شاهد اپریدی وايي افغان ځوانان چې څومره له نړیوالو لوبغاړو سره لوبیږي او ورسره ناسته ولاړه کوي هغومره یې تجربه زیاتیږي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. جعفر هاند تر دې دمه په پښتو کې نهه کتابونه لیکلي او ژباړلي دي. په ځانګړي ډول یې د افغانستان او نړۍ د کرکټ په تاریخ باندې درې کتابونه لیکلي.

XS
SM
MD
LG