د لاس رسي وړ اتصالات

شهزاد محمدي د نړیوال جام له سیالیو بهر شو


شهزاد محمدي د افغانستان چټک توپ وهونکی دی
شهزاد محمدي د افغانستان چټک توپ وهونکی دی

د افغانستان کرکټ بورډ وايي د شهزاد په پښو کې د درد له کبله هغه د نړیوال جام له سیالیو څخه بهر شو.

اوس به د شهزاد محمدي پر ځای بل ځوان ویکټ ساتونکی اکرام علي خیل له ملي لوبډلې سره یو ځای کیږی. اکرام د نړیوال جام سیالیو لپاره د منتظره لوبغاړو په لست کې و.

د افغانستان د کرکټ بورډ عمومي مشر عزیز الله فضلي امریکا غږ ته وویل چې ډاکټرانو د شهزاد په زنګانه کې د ستونزو له کبله هغه ته د لوبو نه کولو سپارښتنه کړې ده.

هغه له څه مودې راهیسې په خپلې پښې کې د درد له کبله رنځېده او ډاکټرانو یې له پښې اوبه هم ویستلې وې.

شهزاد محمدي د افغانستان ویکټ ساتونکی او اوپنر لوبغاړی دی. خو هغه د نړیوال جام په تمریني او دوو نورو رسمي لوبو کې ښه ونه ځلېده.

شهزاد محمدي شاوخوا دوه کاله مخکې د ناقانونه درملو د خوړلو له کبله لوبو منع کړل شوی و چې د بندیز مودې له ختمېدو وروسته بېرته لوبډلې ته راغلی.

اکرام علي خیل د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبډلې ویکټ ساتونکی و. هغه تازه ملي لوبډلې ته راغلی دی چې په چپ لاس بېټېنګ هم کوي.

ټاکل شوې له نیوزلنډ سره تر لوبې مخکې برتانیا ته ورسیږي، خو لا معلومه نه ده چې له نیوزلنډ سره په لوبې کې وي کنه؟

XS
SM
MD
LG