د لاس رسي وړ اتصالات

شیخ حسینه د څلورمې دورې لپاره د بنګله دیش صدراعظمه شوه


د بنګله دیش صدراعظمې شیخ حسینې یکشنبه جنوري اوومه (مرغومي ۱۷) عمومي انتخابات وګټل او د څلورمې دورې لپاره د هیواد صدراعظمه شوه.

پدې انتخاباتو کې د میرمن حسینې اصلي سیاسي مخالف ګوند برخه نه وه اخیستې ځکه هغوي ویلي و چې د اوسنۍ صدراعظمې تر واک لاندې به انتخابات راڼه او عادلانه نه وي.
د بنګله دیش د انتخاباتو کمیسیون یوه ویاند په سیمه ایز وخت دوشنبه سهار وختي د فرانس پریس خبري اژانس ته وویل چې د صدراعظمې شیخ حسینې تر مشرۍ لاندې د عوامي لیګ ګوند انتخابات ګټلي دي.

په لومړي سر کې داسې راپورونه خپاره شوي و چې پدې انتخاباتو کې د بنګله ویش ۴۰ په سلو کې وګړو چې د رایې ورکولو لپاره په شرایطو برابر و، برخه اخیستې وه.
د انتخاباتو څخه وړاندې حکومت د سیاسي مخالف ګوند، بنګله دیش ملت پال ګوند ډیرې غړي او پلویان نیولي او بندیان کړي و.

دې او نورو ګوندونو په انتخاباتو کې نه برخې اخیستو پریکړه کړې وه او دا عمومي انتخابات یې "تش په نامه" بللي دي.

ټاکل شوې چې د انتخاباتو نتیجه به په رسمي توګه په بنګله دیش کې دوشنبه په ځانګړو مراسمو کې اعلان شي خو د دې هیواد د انتخاباتو کمیسیون چارواکو ویلي چې د شیخ حسینې ګوند د پارلمان ۳۰۰ څوکیو څخه ۲۲۰ یې ګټلي دي.
شیخ حسینه چې ۷۶ کاله عمر لري، د هیواد له اتباعو یې غوښتي چې په دیموکراتیکې پروسې دې باور ولري.

هغې پدې انتخاباتو کې تر رایې اچولو وروسته خبریالانو سره په خبرو کې د بنګله دیش ملت پال ګوند "ترهګر سازمان" وباله او زیاته یې کړه ، "زه کوښښ کوم چې یقیني کړم چې پدې هیواد کې دیموکراسي ادامه ولري. "

یو شمیر خلکو بیا لدې کبله په انتخاباتو کې برخه نده اخیستې چې مهمو سیاسي مخالفو ګوندونو د مقاطعې اعلان کړی و. دوي وایي د انتخاباتو نتیجه څرګنده ده او همدا یې د نه برخې اخیستو دلیل دی.

پدې انتخاباتو کې د بنګله دیش د کرکټ د ملي لوبډلې کپتان شکیب الحسن هم بریالی شوی چې د شیخ حسینې ګوند لخوا کاندید و.

د بنګله دیش ملت پال ګوند او نورو ګوندونو تیر کال د حکومت پر ضد پراخې مظاهرې وکړلې او د شیخ حسینې د استعفا کولو غوښتنه یې کوله.

د انتخاباتو مسؤلینو ویلي چې د رایې ورکولو بهیر تر ډیره حده سوله ایز و او نږدې ۸۰۰ زره پولیس افسران او سرتیري د دې انتخاباتو امنیت ساتلو لپاره په ټول هیواد کې ګمارل شوي و.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG