د لاس رسي وړ اتصالات

د سیکانو مذهبي کتاب له افغانستان څخه هند ته انتقال شو


هند ته د سیکانو د مذهبي کتاب د انتقال مراسم
هند ته د سیکانو د مذهبي کتاب د انتقال مراسم

د افغان د سیکانو مذهبي کتاب «سري ګورو ګرانټ صاحب» تیره ورځ ۹۴ تنو افغان هندو او سیکانو سره یو ځای هند ته ولېږدول شو.

د هند د بهرنیو چارو وزارت تیره ورځ له کابل څخه نوي ډهلي ته د کام ایر خصوصي الوتکې په ځانګړي پرواز کې د ۹۴ افغان هندو او سکانو او ۱۰ تنو هندي اتباعو د انتقال خبر ورکړ.

پر همدې مهال په هند کې د سکانو د حقوقو فعال منجیدر سینګ سیرسا پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې تیره ورځ د «سري ګورو ګرانت صاحب جي مهاراج» په یوه ځانګړې الوتکه کې هند ته انتقال شو.

نوموړي زیاته کړې چې افغان هندو او سیکان د هند د صدراعظم نریندرا مودي له پراخ ملاتړ څخه مننه کوي.

هغه ویلي: "دا یوه مبارکه ورځ ده چې له افغانستان څخه هند ته د سري ګروو ګرانټ صاحب جي مهاراج سپېڅلي کتاب ته لاسونه لپه شول."

په افغانستان کې د نظام تر بدلون وروسته نوي ډهلي له کابل څخه د یو شمېر افغان هندو او سیکانو د ایستلو خبر ورکړی و.

افغان هندو او سیکان تر دې مخکې په مرکز کابل او ولایتونو کې هدف ګرځول شوي چې له امله یو شمېر کسان مړه او ټپیان شوي دي.

تر دې مخکې ګڼو هیوادونو په افغانستان کې د افغان هندو او سیکانو د امنیت په اړه اندېښنې ښودلې و.

خو پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته طالبانو ویلي چې دوی په دغه هیواد کې د ټولو اوسېدونکو خلکو امنیت او حقوقو ته ژمن دي.

پر همدې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي هم ویلي چې له هند څخه په یو ځانګړې الوتنه کې په هند کې بندې پاتې ۸۵ افغانان او ۲ ټنه مرسته شوي طبي درمل کابل ته ولېږدول شول.

ښاغلي بلخي ویلي چې د تګ راتګ دغه لړۍ به دوام ولري.

هغه د اندراګاني روغتون سره د هند د روغتیايي درملو د مرستې مننه کړې ده.

XS
SM
MD
LG