د لاس رسي وړ اتصالات

پر تورخم دروازه د پاکستان اف سي ځواکونو خلاف پرلت


په تورخم کې د پرلت برخوال وايي، دوی له کلونو راهیسې سرحد یوې او بلې غاړې کې د کار او روزګار له لارې ځانونه ته روزي ګټي،خو پر تګ راتګ باندې د بندیز له کبله اوس دوی خپل کارونه له لاسه ورکړي.
په تورخم کې د پرلت برخوال وايي، دوی له کلونو راهیسې سرحد یوې او بلې غاړې کې د کار او روزګار له لارې ځانونه ته روزي ګټي،خو پر تګ راتګ باندې د بندیز له کبله اوس دوی خپل کارونه له لاسه ورکړي.

د تورخم پر دروازه ځایي لغړیانو د اف سي ځواکونو او ځايي ادارې پرضد احتجاجي پرلت پیل کړی او غوښتنه کوي چې دوی ته دې د پاسپورټ او ویزې پرته افغانستان ته د تګ راتګ او د ګنډو او غوټو تېرولو اجازه ورکړل شي.

د پرلت برخوال وايي له کلونو راهیسې د همدې روزګار له لارې ځان ته ګوله ډوډۍ مومي.

په خېبرکې د لغړیانو د اتحادیې مشر محمد فرمان شینواري امریکا غږ ته وویل،"موږ د دې سیمې ځايي خلک یو او څو کلونو راهیسې هم دا روزګار کوو په دې دروازه له افغانستان څخه پاکستان ته سامان راوړو خو اوس راباندې د تورخم انتظامیې او اف سي دا روزګار هم بند کړو نوځکه موږ په احتجاج مجبوره شو. "

د فرمان په خبره موږ به د احتجاج په توګه د پاکستان د ازاداۍ ورځ څوارلسم اګست د تورې ورځې په توګه نمانځي. نوموړی زیاتوي، "موږ د دې وطن وګړي یو او دا تورخم دروازه زموږ پر ځمکو جوړه ده خو پر موږ هم د روزګار دروازې بندې دي. "

بل پلو په سویلي وزیرستان کې انګور اډه کې هم ځايي خلک او ګنډماري یا لغړیان په احتجاجي پرلت ناست دي. ځايي خلک وايي د احتجاج يې له شپږ میاشتو زیات وخت وشو خو حکومت يې لا هم غوښتنې نه دي منلې.

د پرلت والو وینا ده چې په هغه لاره د سفري اسنادو لازمي کول د پولې د دواړو خواو د سوداګرو او موټر چلوونکو او ولسونو اقتصاد زښت اغیزمن کړي دي.

د پاکستان او افغانستان ترمېنځ په ډیورنډ کرښه د تګ راتګ او سوداګرۍ یوشمېر لارې دي چې یوه پکې انګور اډه هم ده چې جنوبي وزیرستان د افغنستان د پکتیکا ولایت سره تړي.

دغه ‌ډول په بلوچستان کې هم د سپین بولدک او چمن ترمینځ لار د اته میاشتو زیاته تړلې وه او په احتجاجي پرلت ناست وو، د دوی غوښتنه وه چې بې له ویزې او پاسپورټه دې ورته د افغانستان ته د تګ راتګ اجازت ورکړي وروستو د پاکستان حکومت د ژمنې دغه احتجاج ختم کړو خو پرلت وال وايي موږ له اته میاشتو احتجاجي پرلت تر حکومت ژمنې لاندې پای ته ورسوه، خو حکومت ورسره کړې وعده سر ته و نه رسوله چې بې له پاسپورټ او ویزې څخه افغانستان ته راتګ وکوي.

د چمن د لغړیانو د پرلت یوه مشر غوث الله امریکا غږ ته وویل، "له موږ سره حکومت ژمنه کړې وه خو پوره يې نه کړه او پر موږ بیا هغه رقم بندېزونه دي چې بې له پاسپورټ او ویزې افغانستان ته سفر نه شو کولای. "

د غوث الله په خبره اوس یې تیاری نیولی دی او ډېر ژر به بیا د چمن پر لار خپل احتجاجي پرلت پیلوي.

په پېښور کې د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ خونې یو مشر شاهد حسین امریکا غږ ته وویل، د پاکستان د دې ګام کبله د دواړو خواو ولسونو او اقتصاد ته تاوان رسي ځکه چې له پخوا راهیسې دا یو نظام وو چې ځايي خلک بې له پاسپورټ او ویزې واړه واړه روزګارونه کوي نو کله چې د کابل او اسلام اباد ترمینځه سیاسي کړکېچ رامینځته شي نو دا خلک په سوداګرو بندیزونه ولګوي.

بل پلو د تورخم د انتظامیې یوه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط او دا رقم د جنوبي وزیرستان مرستیال کمېشنر محمد ناصر خان امریکا غږ ته وویل چې دا امر یا پرېکړه د مرکزي حکومت ده او چې مرکزي حکومت دوی ته څه هم امر وکړي دوی به پرې حتمي عمل کوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG