د لاس رسي وړ اتصالات

اوکراین: د اروپا په ستره اټومي بټۍ کې اور مړ او خوندي شوه


اوکرایني چارواکو د جمعې په ورځ مارچ څلورمه (کب ۱۳) وویل چې په دغه هیواد کې د زاپوریژیژیا په اټومي بټۍ کې حالت خوندي دی.

د زاپوریژژيا سیمې نظامي مسول الکساندر ستاروخ ددغې اټومي بټۍ د مشر په حواله ویلي دي چې ددغو تاسیساتو خوندي توب تضمین دی. خو په بټۍ کې د اور لګیدنې له امله یو رونیز مرکز او یو لابراتوار زیانمن شوي ‌دي.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر د جمعې په ورځ مارچ څلورمه وویل چې د روسیې اردو له څو اړخونو څخه د اروپا پر ستره اټومي بټۍ "ژاپوریژژیا" بریدونه پیل کړل چې له امله یې د بټۍ په یو شمیر برخو کې اور بل شو.

دیمیترو کولبا له دې پیښې وروسته پر یوه ټویټ ولیکل:"د اټومي انرژۍ په دې بټۍ کې اورلګیدنه له وړاندې پیل شویده. که دا بټۍ وچاودي ، د چرنوبیل د اټومي بټۍ څخه به لس برابره لویه وي. روسان باید فورا ډزې بندي کړي، اور وژونکو ته اجازه ورکړي چې یوه خوندي سیمه رامنځ ته کړي."

د روسیې دولتي رسنۍ RTA هم ددغې اټومي بتۍ د یوه ویاند له قوله راپور ورکړی چې د یادې بټۍ یوه برخه کې اور بل شوی خو د تشعشع سطحې تغیر ندی کړی. یاد چارواکي ویلي دي چې د پیښې له امله تلفات رامنځ ته شوي خو په اړه یې جزیات وړاندې نکړل.

د زاپوریژژیا پر اټومي بټۍ په داسې حال کې برید کیږي چې د کیف په جنوب ختیځ ۵۵۰ کیلومتري کې د روسي او اکرایني ځواکونو ترمنځ سخته جګړه روانه ده.

روسیې تر دې مخکې له کاره د چرنوبیل لویدلې اټومي بټۍ چې د کیف په ۱۰۰ کیلومتري کې موقعیت لري نیولې ده.

د اټومي انرژۍ نړیوال آژانس پر یوه ټویټ لیکلي چې د زاپوریژژیا اټومي بټۍ له ډزو خبر شوي او په دې اړه یې له اوکرایني چارواکو سره تماس نیولی دی.

له دې مخکې اوکرایني چارواکو راپور ورکړی وو چې روسي ځواکونه هڅه کوي دا اټومي بټۍ ونیسي او له ټانکونو سره دې سیمې ته ننوتلي دي.

پر اوکراین د روسیې برید له دویمې نړیوالې جګړې وروسته پر یوه اورپايي هیواد ستر برید ګڼل کیږي.

په دغه جګړه کې په زرګونه روسي او اوکرایني ځواکونه او ملکي کسان مړه او ټپیان شوي دي او څه باندې یو میلیون اوکراینیان له خپلو کورونو وتلو ته اړ شوي دي.

XS
SM
MD
LG