د لاس رسي وړ اتصالات

په اوکراین د روسیې له یرغل وروسته یو میلیون اوکراینیان کډوال شوي 


د اوکراین د بېځایه شویو لپاره جوړه شوې سرپناه
د اوکراین د بېځایه شویو لپاره جوړه شوې سرپناه

ملګري ملتونه وايی په اوکراین د روسیې د یرغل له پيل راهېسې د دې هېواد شاوخوا یو میلیون اوسیدونکي له هېواد څخه تښتېدلي یا بېځایه شوي دي.

د اسوشیتډپرس وایي چې ملګرو ملتونو ورته تېره ورځ مارچ دویمه (سلواغه ۱۱) دا ارقام ورکړي‌ دي.

ملګري ملتونه وايي چې دا بېځایه شوي کډوال د اوکراین د ټول نفوس څه باندې دویمه برخه کیږي او د دغه هېواد په تاریخ کې اول ځل دی چې دومره خلک یې د جګړې له ویرې خوندي سیمو او هېوادونو ته تښتي.

ملګري ملتونه وايي ښايي چې د اوکراین له «خرکیف» څخه به ډېر نور خلک هم ووځي. په دغه ښار د توغندیو او چاودنو بریدونه کېږي او استوګن یې د اورګاډو په تمځایونو او نورو زیرزمینو کې ځانونه خوندي کړي دي.

ملګري ملتونه پداسې حال کې د دومره ډیرو اوکراینانو د کډه کیدو خبر ورکوي چې ټاکل شوې د مسکو او کیف ترمنځ د خبرو دویم پړاوو نن پنجشنبه ناوخته پیل شي.

روسیې تېره اونۍ په اوکراین یرغل وکړ چې ملګرو ملتونو، امریکا متحدو ایالتونو، اروپايي ټولنې او یو شمېر نورو هېوادونو په کلکه وغنده او په روسیې باندې یو لړ سخت اقتصادي‌ بندیزونه ولګول شول.

ملګرو ملتونو د بېځایه شویو کډوالو د خوندي کولو او هغوی ته د ضروري مرستو د رسولو لپاره د څه باندې یو میلیارد ډالرو غوښتنه کړې ده.

په همدې حال کې د اوکراین چارواکي وايي چې د روسیې د یرغل له پيل راهېسې یې د هغه هېواد ۷۰۰۰ عسکر وژلي دي،‌ خو روسیه یوازې د خپلو ۴۹۸ عسکرو د وژل کېدو او ۱۵۹۷ نور د ژوبل کېدل تائید کړل.

راپورونه وايي چې د روسیې په بریدونو کې همدغه راز تر دې دمه ۲۸۷۰ اوکرایني سرتېري او ملتپال هم وژل شوي‌ دي.

ملګري ملتونه وايي چې په بریدونو کې ۲۲۷ ولسي خلک هم وژل شوي‌او ۵۲۵ نور ژوبل شوي دي.

XS
SM
MD
LG