د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو د پکتیا زرمت کې شپږ افغان خبریالان نیولي


وسله والو طالبانو د پکتیا په زرمت ولسوالۍ کې شپږ تنه خبریالان له موټر څخه تر کښته کېدو وروسته له ځان سره بېولي دي.

په پکتيکا کې د افغان خبريالانو د کمېټې ځايي مسؤل علي محمد نظري امريکاغږ ته وويل، چې دغه شپږ تنه خبريالان له پکتيکا نه د پکتيا مرکز ګردېز ته د يوه ورکشاپ لپاره پر لارې وو، چې پرون له غرمې وروسته د زرمت ولسوالۍ په استوګنه سيمه کې طالبانو له ځان سره بيولي دي.

نوموړي وويل، چې په دغو خبريالانو کې خيرالدين ذکي د کليد راډيو، عبدالرؤف ذهين د پښتون غږ راډيو، جمال الدين الهام د مېلمه راډيو، عبدالوهاف ويران، اسدالله صميم او طارق ذکي د ياران راډيو خبريالان شامل دي.

هغه وويل، چې نن سهار يې د طالبانو له وياند ذبيح الله مجاهد سره په دې اړه خبرې شوي او د خبريالانو د خوشي کولو ډاډ يې ورکړی، خو زياتوي چې تر اوسه يې درک نه لګيږي.

که څه هم د پکتيا د والي وياند عبدالله حسرت وايي، چې د پکتيا په خاوره کې داسې کومه پېښه نه ده شوې، خو د پکتيکا په مرکز ښرنه کې د مېلمه، ياران او پښتون غږ راډيو ګانو مسؤلينو تاييد کړې، چې همکاران يې په زرمت ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو کوز کړي دي.

په ورته وخت کې په کابل کې د کليد راډيو د پښتو خبرونو مسؤل محمدشفيق هېوادپال وويل، چې له پرون راهيسې يې له خپل همکار سره اړيکه پرې شوې خو دا معلومات نه لري چې ګني طالبانو نيولی دی.

بل طرف د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته منلې چې ياد خبريالان د دوی کسانو په ناشناسۍ کې نيولي وو، خو زياته کړې يې ده چې ډېر ژر به يې خوشي کړي.

XS
SM
MD
LG