د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان نه ٣٠٠ ژورنالستان تیر کال بهر ته تللي


پدغو درې سوو ژورنالستانو کې پنځوس یا شپیته میرمنې هم شاملې دي.
پدغو درې سوو ژورنالستانو کې پنځوس یا شپیته میرمنې هم شاملې دي.

په افغانستان کې د آزادو رسنیو د ملاتړ ادراه (نی) وایي چې په تیر یو کال کې د افغانستان شاوخوا درې سوه خبریالان د امنیتي ګواښونو له وجې هیواد پریښی او نورو هیوادونو ته تښتیدلي دي.

د نی د موسسې د رسنیو د څار د څانګې د رئیس صدیق الله توحیدي په وینا په پناه غوښتونکو ژورنالیستانو کې د یک تلویزیون او تلو په شان تلویزیوني شبکو کارکوونکي چې د هیواد سوداگریزو تلویزوني خپرونو مخکښان دي هم شامل دي.

ښاغلي توحیدي د امریکا غږ د آشنا رادیو سره په تلیفوني مرکه کې ویلي، چې یو شمیر ژورنالیستان ١٥ او یا شل کسه سره یوځای تښتیدلي دي او یو شمیر نور بیا له خپلو کورنیو سره یوځای له هیواد نه وتلي دي.

هغه وایي "دوی هڅه کړې چې د ترکیې او یونان له لارې اروپا ته ولاړ شي" د هغه په وینا یو شمیر یې اروپا ته رسیدلي خو نور یې یا په ترکیه او یا هم په یونان کې دي.

ښاغلی توحیدي وایي چې نی ددې لپاره چې د تښتیدلو ژورنالیستانو شمیره څرگنده شي، د افغانستان په گوټ گوټ کې یې رسنۍ ارزولي دي. هغه زیاتوي چې ددغو پناه غوښتونکو په ډله کې له ۴٠ څخه تر ٥٠ پورې ښځینه ژورنالیستانې شاملې دي.

د روان کال د جنورۍ د میاشتې په ۲۰ د هیواد د سترې نشراتي شبکې د موبي گورپ د کارکوونکو پر بس موټر باندې د طالبانو ځانمرگي برید د افغان ژورنالیستانو د امنیت په هکله اندیښنه زیاته کړه او ډیر شمیر یې تیښتې ته اړ کړل. د نی په وینا دغه بمي برید چې د موبي گروپ اوه تنه کارکوونکي په کې ووژل شول او لږ تر لږه ٢٧ په کې ټپیان شول په تیرو ١٥ کلونو کې پر ژورنالیستانو باندې تر ټولو وژونکی برید و.

یوه افغانه ژورنالسته چې څه موده وړاندې ترکیې ته تښتیدلې او غواړي چې اروپا ته ولاړه شي، د نوم د نه ښودلو په شرط یې امریکا غږ ته وویل چې د طلوع تلویزیون د کارکوونکو د عملې په موټر د برید نه وروسته کورنۍ یې ورته وویل " نور کار مکوه". دغه خبریاله وایي زه "مجبوره" شوم چې د خپلې کورنۍ سره یو ځای هیواد پریږدم."

د مهاجرینو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ د معلوماتو پر اساس شاوخوا دوه سوه زرو افغانانو په تیر کال کې هیواد پریښی او اروپایي هیوادونو ته یې پناه وړې ده. اکثره دغه کسان وایي چې هیواد یې د امنیتي او اقتصادي ستونزو له وجې پریښی. افغان خبریالانو هم د هیواد د پریښودلو دلیل خراب امنیتي وضعیت ښودلی.

د پژواک د خبري اژانس رئیس دانش کروخیل د امریکا غږ افغانستان څانگې ته وویل چې په تیر کال کې د هغه یو شمیر کارکوونکي له افغانستان څخه وتلي او اوس په ترکیه، جرمني او نورو اروپایي هیوادونو کې دي.

هغه وایي یو شمیر ژورنالیستان د ښه ژوند د ترلاسه کولو په مقصد اروپا ته تللي دي.

د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزیر عبدالباري جهاني هم دا مني چې ډیر شمیر ژورنالستانو د بې روزګارۍ له وجې اروپا ته مخه کړې. ښاغلي جهاني امریکا غږ ته وویل چې " یوازې ژورنالستان نه بلکې د هر مسلک خلک اروپا ته تللي دي."

د اطلاعاتو او کلتور وزیر همدرانګه وویل چې د دفاع، کورنیو چارو او ملي امنیت وزارتونه باید د نورو اړوندو ادارو سره په ګډه زیار وباسي چې د ژورنالستانو لپاره د کار کولو مصؤن چاپیریال جوړ کړي او هغه ستونزې له منځه یوسي چې ژورنالستان بهر تلو ته مجبوروي.

په نیویارک کې میشت د ژورنالیستانو د ساتنې کمیټې د افغان ژورنالیستانو د ډله ییزې تیښتې په هکله د یوې پوښتنې په ځواب کې په یو ایمل کې ویلي چې "دوی شمیره نه پلټي" خو دوی ته "د افغان ژورنالیستانو له خوا د مرستې لپاره زیات شمیر غوښتنلیکونه رارسیدلي دي."

دوی ویلي چې "خو نه غواړو چې دا هیواد د وړو کسانو څخه خالي شي. خو زما په اند په داسې حال کې چې په دې هیواد کې وضیعت په پرله پسې توگه خرابیږي او د تاوتریخوالي کچه زیاتیږي، مونږ د زیات شمیر کسانو د وتلو انتظار درلودلی شو، او ددغو کسانو په ډله کې به ژورنالیستان هم وي."

XS
SM
MD
LG