د لاس رسي وړ اتصالات

بریتانیا ته د تلونکو افغان کډوالو مړي موندل شوي


د دوو کډوالو مړي د کالې بندر ته څېرمه موندل شوي دي.
د دوو کډوالو مړي د کالې بندر ته څېرمه موندل شوي دي.

د فرانسې په شمالي ساحل کې، بریتانیا ته د تلونکو دوو افغان کډوالو د مړیو له موندل کېدو وروسته، فرانسوي چارواکو د دوشنبې په ورځ، فبروري ۱۰ (سلواغې ۲۲)، وویل چې په دې تړاو یې شپږ کسان نیولي دي چې افغانان هم پکې دي.

په تېر کال کې له فرانسې څخه بریتانیا ته د اوبو له لارې د تلونکو کډوالو شمېر په بې ساري توګه لوړ شوی دی او د یخ ژمي سره سره، د کډوالۍ دغه بهیر روان دی.

د فرانسې د بولون سور مر د سیمې د څارنوالۍ دفتر وویل چې په شپږ نیول شویو کسانو کې د افغانانو برسېره د سودان او ایران وګړي شامل دي.

ددغو کډوالو مړي د کالې بندر ته څېرمه موندل شوي دي. چارواکو وویل چې دوی غوښتل په اوبو کې ولاړې کښتۍ ته په لامبو ورشي او په دغه کښتۍ کې بریتانیا ته واوړي.

څارنوالۍ وویل چې "شاوخوا ۶۰ تنه په اوبو کې په دې تمه وو چې دغې کښتۍ ته وخیژي." ۲۴ تنه توانېدلي چې کښتۍ ته ځان ورسوي او ۳۷ کسان په اوبو کې د مسئولینو لخوا ژغورل شوي او څو ساعته وروسته د دوو کسانو مړي موندل شوي دي.

چارواکو وویل چې دغه کښتۍ هم وروسته د فرانسې ساحل ته ستنه شوې ده او د ساحل ته د ستنېدو لامل یې ندی ښودل شوی.

په وړو کښتیو کې له فرانسې څخه بریتانیا ته د تلونکو کډوالو مړي په وروستیو میاشتو کې په اوبو کې موندل شوي دي. فرانسوي چارواکي وايي، تیر کال د ۷۷ دا ډول کډوالو مړي موندل شوي دي.

د فرانسې د سمندري ځواکونو وویل چې د یکشنبې په ورځ، له اوبو څخه "په مجموعي ډول ۲۳۰ کسان" ژغورل شوي چې غوښتل یې په څو مختلفو کښتیو کې بریتانیا ته واوړي.

لندن او پاریس دواړو ژمنه کړې چې د هغو انساني قاچاق کوونکو مخنیوی به کوي چې کله ناکله بریتانیا ته د اړولو په بدل کې له یو کډوال څخه زرګونه یورو اخلي.

پاریس ادعا کوي چې په بریتانیا کې د کار په قوانیو کې د اسانتیاوو رامنځته کېدو زیات شمېر کډوال هڅولي چې دغه هېواد ته د تللو هڅه وکړي.

تراوسه یو شمېر کسان د انساني قاچاق په تور نیول شوي خو فعالان وايي چې قاچاق کوونکي اوس هڅه کوي چې په کوچنیو بیړیو کې زیات کډوال ځای کړي چې د اوبو له لارې له فرانسې څخه بریتانیې ته د اوښتلو چاره یې نوره هم خطرناکه کړې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG