د لاس رسي وړ اتصالات

بریتانیا ته روانه د کډوالو کښتۍ ډوبه شوې، دوه کډوال مړه شوي


آرشیف
آرشیف

په فرانسې کې چارواکي وایي د کډوالو یوه کښتۍ چې د دې هیواد د شمالي ساحل څخه بریتانیا ته روانه وه، د انګلش چینل په سمندر کې ډوبه شوې او لږ تر لږه دوه کډوال په کې مړه شویدي.

د فرانسې د سمندري چارو ادارې مسؤلینو یکشنبه اګست ۱۱ ( زمري ۲۱) ویلي چې د کډوالو په کښتۍ کې ۵۶ تنه سپاره وو چې د فرانسې د کالې او دنکیرک تر منځ په سمندر کې ډوبه شوې ده.

د دې ادارې مسؤلینو همدارنګه ویلي چې ۵۴ تنه ژوندي ژغورل شوي او د یوې بلې کښتۍ څخه هم ۵۰ کډوال له ډوبېدو ژغورل شوي چې پنځه یې روغتون ته د درملنې لپاره وړل شوي دي.

د دې کسانو په مړینې سره په روانې اګست میاشت کې په همدې لارې کې د مړو شویو کسانو شمیر نهو ته ورسید چې د فرانسې د کالې سیمې څخه په غیر قانوني توګه ځانونه په وړو کښتیو کې بریتانیې ته رسول غواړي.

د چارواکو په وینا د روان میلادي کال پیل راهیسې پدې خطرناکې لرې ۲۵ تنه کډوال مړه شویدي.

د فرانسوي چارواکو معلوماتو له مخې تیر کال یوازې ۱۲ تنه چې غوښتل یې د فرانسې څخه بریتانیا ته په کښتیو کې ولاړ شي، په لار کې مړه شوي و خو دا ځل پداسې حال کې چې کال لا ندی پوره شوی، د تیر کال په پرتله د مړو شویو کسانو شمیر دوه چنده شویدی.

د چارواکو په وینا کډوال په کښتیو کې د ځانګړو واسکټونو څخه کار نه اخلي چې د کښتۍ ډوبیدو پر وخت سړی د اوبو په سر ساتي او کومې کښتۍ چې دا کسان پکې بریتانیې ته روانیږي، کیفیت یې ډیر ټیټ، ماشین یې هم سم کار نه ورکوي او کډوال پکې د کښیناستلو لپاره کافي ځای نلري.

د بریتانیا د حکومت معلوماتو له مخې د روانې اګست میاشتې تر اتمې نیټې د فرانسې څخه ۱۷۶۳۹ کسان په کښتیو کې دې هیواد ته ورغلي دي.

د بریتانیا صدراعظم کییر سټارمر چې د کارګر ګوند غړی دی، د فرانسې د جمهور رئیس ایمانیول مکرون سره یې د غیر قانوني کډوالو د تګ راتګ مخنیوي لپاره د همکارۍ ژمنې کړیدي.

ښاغلي سټارمر د پخواني حکومت هغه پلان هم لغوه کړ چې غوښتل یې غیر قانوني کډوال رونډا ته واستوي. د فرانسې چارواکي کډوال نه پریږدي چې په کښتیو کې سپاره شي، خو د امنيتي اندیښنو له کبله کله چې کډوال په کښتیو کې سپاره شي،دوي یې هم مخنیوی نکوي.

فرانسه او بریتانیا په ګډه د غیر قانوني کډوالو د قاچاق کوونکو په خلاف هم په ګډه مبارزه کوي. ویل کیږي چې قاچاقبران له هر کډوال زرګونه ایرو اخلي.

د بریتانیا چارواکي وایي چې د تیر کال راهیسې یې تر ۳۵۰ ډیر کسان نیولي او د قاچاقبرانو ۱۵ شبکې یې هم له منځه وړي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG