د لاس رسي وړ اتصالات

عراق کې په یو زیارت کې خوازه لویدلې ۶ تنه پکې وژل شوي


آرشیف
آرشیف

د عراق په مرکزي برخې کې چارواکي وایي د امام حمزه په زیارت کې د خوازې د لویدلو په پیښه کې لږ تر لږه ۶ کسان وژل شوي او ۲ نور ټپي شویدي.

د زیارت یو مسؤل د فرانس پریس خبري اژانس ته د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې خوازې په زیارت کې د بیارغونې لپاره لګول شوې وې. وژل شوي شپږ واړه نارینه دي چې عمرونه یې د ۲۰ او ۳۵ کالونو تر منځ و.

د عراق یو امنیتي چارواکي ویلي چې د پیښې په هکله پلټنې پیل شوي. دغه چارواکي چې خپل نوم یې ندی ښودلی ویلي داسې ګمان کیږي چې خوازه د هغو کسانو د بې باکۍ له کبله لویدلې چې د بیارغونې کارونه کول.

په عراق کې دا ډول پیښې وخت ناوخته کیږي. د دې هیواد په خصوصي او دولتي سکتورونو کې له یوې خوا د فساد شتون او له بلې خوا د مالي امکاناتو کموالی د دې سبب کیږي چې د رغونې په کارونو کې د ټیټ کیفیت موادو څخه کار واخیستل شي او عام خلک هم داسې کسان د کارونو لپاره استخداموي چې تجربه نلري.

تقریباً دوه کاله وړاندې د عراق د کربلا په ښار کې د یو دیوال د نړیدو او د زیارت کوونکو د گڼې گوڼې په وجه لږ تر لږه ٣١ کسان وژل شوي او شاوخوا ١٠٠ تنه ټپیان شوي و.

دا پیښه هغه وخت وشوه چې په زرگونو شیعه ګان د محرم د میاشتې د لسمې د درناوي په خاطر په کربلا کې راټول شوي وو.

دا په کربلا کې د محرم د میاشتې د مراسمو په جریان کې تر ټولو مرگونې پیښه وه. مقاماتو ویلي چې د دیوال د نړیدو وروسته د خلکو په منځ کې اړ و دوړ پیدا شو او په نتیجه کې یې زیات شمیر کسان تر پښو لاندې شول.

په ٢٠٠٥ کال کې هم ددغو مذهبي مراسمو په ترڅ کې د یو ځانمرگي برید د شتون گونگوسي ګډوډي پیدا کړه چې په نتیجه کې څه دپاسه ٩٥٠ کسان د خلکو تر پښو لاندې او ووژل شول

XS
SM
MD
LG