د لاس رسي وړ اتصالات

چارواکي: د کندهار میوند کې ۶۱ وسله وال طالبان وژل شوي


افغان چارواکي‌ وايي، په کندهار ولایت کې د وسله والو طالبانو یو اساسي مرکز له منځه وړی دی.

د غه چارواکي وايي، له هلمند او اروزګان ولایت سره په سرحد کې د میوند ولسوالۍ په بند تېمور سیمه کې د ګډو افغان ځواکونو په پیل شویو پوځي عملیاتو کې ۶۱ وسله وال طالبان هم وژل شوي دي.

د ۲۰۵ اتل قول اردو د څلورمې لوا قوماندان جنرال امیر محمد وايي، دغه ګډ پوځي عملیات چې تېر ماسختن پای ته رسېدلي د کشفي بې پیلوټه الوتکو له دید څخه د پټېدو لپاره د وسله والو طالبانو د جنګي قوماندانانو د پتېدو مرکزونه هم له‌منځه تللي.

نوموړي زیاته کړه چې په دغو عملیاتو کې د وسله والو طالبانو د ماین جوړولو یو لوی مرکز هم له‌منځه وړل شوی دی.

بند تېمور د وسله والو طالبانو له لویو مرکزونو څخه و
بند تېمور د وسله والو طالبانو له لویو مرکزونو څخه و

ښاغلي امیر محمد د جمعې په ورځ د«لېندۍ پر ۳۰مه» امریکا غږ ته وویل:"د ۳۵۰ متره په ژور والي یې غښتلي خندقونه کیندلي و چې له بمبارۍ او یا هم د افغان قواو له عملیاتو څخه د ځان ساتلو لپاره یې ور څخه کار اخیست، ان که جنګي الوتکو هلته بمبارد هم کاوه، دوی د ځمکې په لاندې برخه کې برخه کې ځان ترې ساته او د ماینونو د جوړولو خاص بهرني تخنیکي کسان یې پکښي اوسېدل، چې د کندهار، هلمند اروزګان او ان د غزني ولایتونو لپاره یې خطرناکه ماینونه جوړول، او زخیره کول، دا قوي مرکز یې موږ له منځه وړی."

د میوند ولسوالۍ بند تېمور سیمه له کلونو راهیسې په جنوبي ولایتونو کې د وسله والو طالبانو د جګړې د قوماندې عمده مرکز بلل کېږي چې د چارواکو په وینا د پیل شوو پوځي عملیاتو لپاره عمده هدف و.

د پوځ مقامات وايي، چې د بند تېمور په سیمه کې یې ګڼ کلي د وسله والو طالبانو له حضور څخه پاک کړي او ۱۴۸ ښخ شوي ماینونه یې هم له‌منځه وړي دي.

امنیتي چارواکي‌ زیاتوي چې په روانو ګډو پوځي عملیاتو کې د قاطع ملاتړ ماموریت الوتکې هم د دوی ملاتړ کاوه.

د میوند ولسوالۍ یوه امنیتي چارواکي‌ اشنا راډیو ته وویل چې د بند تېمور په ګډو پوځي عملیاتو کې ۶ تنه د پولیسو او پوځ سرتېري هم وژل شوي او پنځه تنه نور یې هم ټپیان شوي دي.

افغان سرتېري
افغان سرتېري

سرچینه وايي، چې په دغه عملیاتو کې د وسله والو طالبانو یوه دهشکه چې الوتکې یې په نښه کولې هم له منځه وړل شوې.

خپله وسله والو طالبانو د بند تېمور د پوځي عملیاتو په اړه کومه تبصره نه ده کړې.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG