د پاکستان پوځ د سه شنبې په ورځ، جنوري ۲۸ (سلواغې نهمه) وویل، وسله والو په بلوچستان ایالت کې پر یوې امنیتي پوستې برید کړی، او په نښته کې دوه پوځیان او پنځه بریدکوونکي وژل شوي دي.
د پوځ په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي چې برید تېره شپه افغانستان ته څېرمه د بلوچستان په شمال لویدیځه قلعه عبدالله سیمه کې شوی دی. په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې بریدکوونکو له چاودېدونکو توکو ډک موټر د امنیتي پوستې له دیوال سره جنګولی خو پوستې ته یې د ننوتو مخنیوی شوی دی.
د پاکستان پوځ ویلي چې عسکرو یې "په زړورتیا سره د خوارجو برید" ته ځواب ورکړی دی. پاکستاني چارواکي دغه اصطلاح پاکستاني طالبانو ته کاروي. په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په پنځو بریدګرو کې دوه ځانمرګي هم شامل دي.
د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري او صدراعظم شهباز شریف په جلا جلا بیانونو کې، په پېښه کې د سرتیرو په وژل کېدو خواشیني ښودلې او د هغو سرتیرو ستاینه یې کړې ده چې دغه برید یې ناکام کړی دی.
تر اوسه هیڅ کومې ډلې ددې برید پړه پر غاړه نه ده اخیستې. خو د برید شک ښايي پر پاکستاني طالبانو او یا بلوڅ بیلتون غوښتونکو وي چې زیاتره وخت د پاکستان پر امنیتي ځواکونو باندې د دا ډول بریدونو مسئولیت اخلي.
د ګازو بډایه بلوچستان ایالت له تیرو دوو لسیزو راهیسې د وړو بیلتون غوښتونکو ډلو د بغاوت ډګر دی. دوی په پیل کې د ایالت په طبیعي سرچینو کې خپله ونډه غوښتله، خو وروسته یې د خپلواکۍ لپاره بغاوت پیل کړ. پاکستاني طالبان هم په دغه ایالت کې پراخ حضور لري.
د پاکستان پوځ له څو لسیزو راهیسې په وروسته پاتې بلوچستان ایالت کې چې له افغانستان او ایران سره ګډه پوله لري، د فرقهيي، قومي او بېلتونپالو د تاوتریخوالي په وړاندې په جنګ کې ښکېل دی.
د بلوڅ بیلتون غوښتونکو وسلهوال غورځنګ تر ډېره په دې ایالت کې د برېښنا هغه پروژې چې د بهرنیانو په ځانګړې توګه د چین لخوا تمویلېږي په نښه کړي او بهرنیان یې د دې سیمې د بډایه زیرمو په لوټلو تورن کړي دي.
دغه غورځنګ د ۲۰۲۴ کال په نومبر کې د کویټې د ریل ګاډي پر یو تمځای هم برید وکړ چې پکې د ۱۶ پاکستاني عسکرو په ګډون لږ تر لږه ۲۶ کسان ووژل شول.
د بلوڅ بیلتون غوښتونکو لسګونو بریدکوونکو د تېر کال په اګست میاشت کې هم په بلوچستان ایالت کې څو بریدونه وکړل چې له امله یې لږ تر لږه ۳۹ کسان ووژل شول.
ددې راپور ځینې معلومات له اسوشیتد پرس او رویټرز اژانسونو څخه اخیستل شوي.
فورم \ دبحث خونه