په یوه نوي راپور کې چې د دوشنبې په ورځ دسمبر ۳۰ (مرغومي ۱۰) خپور شو، ویل شوي چې په پاکستان کې په بمي چاودنو او وسله والو بریدونو کې په ۲۰۲۴ کال کې تر ۱۶۰۰ زیات ملکيان او امنیتي پرسونل وژل شوي دي.
په اسلام آباد کې میشت یو خپلواک څیړنیر مرکز په پاکستان کې د وژونکي تاوتریخوالي د څپو په ترڅ کې خپل کلنی راپور خپور کړ، چې په عمده توګه یې د افغانستان په ګاونډ کې د خیبر پښتونخوا او بلوچستان ایالتونه اغیزمن کړي دي.
پاکستان ادعا کوي چې ناقانونه بین المللي ډلې په افغانستان کې له خپلو پټنځایونو څخه تاوتریخوالی تنظیموي او ددغو ډلو دوی فعالیتونه د ۲۰۲۱ کال راهیسې چې په افغانستان کې طالبانو واک نیولي شدید شوي دي.
خو طالبانو په وار وار دا تورونه رد کړي او تل ټینګار کوي چې هیچا ته به اجازه ورنکړي چې د افغانستان د خاورې څخه د بل هیواد پر ضد ګټه واخلي.
په اسلام آباد کې میشت د څیړنې او امنیتي مطالعاتو مرکز (CRSS) د دوشنبې په ورځ دسمبر ۳۰ په خپل راپور کې ویلي چې په ۲۰۲۴ کال کې د ټولو تلفاتو ۶۰ سلنه ملکي وګړي دي، او زیاتوي چې د پاکستان پوځ، استخباراتو، پولیسو او نورو قانون پلي کونکو ادارو "په تیره یوه لسیزه کې په روان کال کې تر ټولو زیات ترهګریز بریدونه او مرګ ژوبله لیدلې ده."
د راپور له مخې، د ۲۰۲۴ د جنورۍ له لومړۍ نیټې راهیسې ۶۸۵ امنیتي پرسونل وژل شوي دي، چې په ۲۰۱۴ کال کې په وسله والو بریدونو او د ترهګرۍ ضد عملیاتو کې د پاکستان نږدې ۸۰۰ امنیتي پرسونل له لاسه ورکولو راهیسې دا تر ټولو لوړه شمیره ده.
په پاکستان کې د سخند دریځۍ بیا راژوندي کېدل دوو مهمو ډلو ته منسوب دي: تحریک طالبان پاکستان (TTP) او د بلوچ لیبریشن آرمی (BLA).
دا دواړه سازمانونه چې د ملګرو ملتونو او متحده ایالاتو لخوا د نړیوالو تروریستي سازمانونو په توګه نومول شوي، په منظمه توګه د امنیتي ځواکونو او نورو اهدافو په وړاندې د بریدونو ادعا کوي. د ټي ټي پي یا پاکستاني طالبانو ډله په عمده توګه په خیبر پښتونخوا کې فعاله ده، په داسې حال کې چې BLA یا د بلوچ لیبریشن آرمی او د هغه متحده ډله بلوچ بېلتون غوښتونکې په بلوچستان کې اورپکي بریدونه ترسره کوي.
په داسې حال کې چې د پاکستان حکومت سمدلاسه دې راپور ته غبرګون نه دی ښودلی، د پوځ یو ویاند د جمعې په ورځ په یو ټلویزیوني خبري کانفرانس کې پرته له دې ډیر جزییات ورکړي وویل چې په ۲۰۲۴ کال کې په ټول پاکستان کې د ترهګرۍ ضد عملیاتو په ترڅ کې "۳۸۳ زړور افسران او سرتیري شهیدان شوي".
د خیبر پښتونخوا د ترهګرۍ ضد څانګې د دوشنبې په ورځ یو خپور کړي بیان ویلي چې د اورپکو پر ضد د وسله والو بریدونو او امنیتي عملیاتو په پایله کې د صوبايي پولیسو نږدې ۱۵۰ غړي وژل شوي او ۲۳۰ نور ټپیان شوي دي.
د پاکستان دغه څیړنیز مرکز دا رپوټ پداسې حال کې خپروي چې د پاکستان او په افغانستان کې د طالبانو د حکومت ترمنځ اړیکې په ځانګړې توګه په پکتیکا ولایت کې د پاکستاني پوځیانو د هوایي بریدونو او د اوښتو تلفاتو په وجه نورې خړې پړې شوي او سرحدي ځواکونو یې په څو سرحدي ساحو کې سره نشتې هم کړي دي.
د پاکستان د هوايي ځواکونو له خوا د افغانستان د پکتیکا ولایت د برمل پر ولسوالۍ د بمباریو نږدې یوه اونۍ وروسته لا هم د دواړو هیوادونو ترمنځ ترینګلیتا موجوده ده اودواړو هیوادونو د ځینو سیاسي مشرانو له خوا ددغه برید د غندنې او ملاتړ په تړاو په ټولنیزو رسنیو کې پیغامونه خپاره کیږي.
ددغو پیغامونو په لړ کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي هم د دوشنبې په ورځ ډسمبر ۳۰(مرغومې لسم) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یو خپور کړي پیغام کې د افغانستان لپاره د پاکستان د پخواني ځانګړي استازي اصف دراني څرګندونو ته چې د ایکس په حساب یې کړي، تند غبرګون ښودلی او لیکلي یې دي، ددې پرځای چې د پاکستان د هوايي ځواکونو له برید څخه زده کړه وشي ښه به دا وي چې د طالبانو د حکومت د ځواکونو د غچ اخیستنې د وروستي اقدام څخه پند واخیستل شي.
هغه لیکلي: "هرڅوک چې زمږنږ هیواد ته په بد نیت ګوري، هرڅوک چې زمونږ خوا ته په بد نیت ګوري، مونږ یې د لوی یرغل په ترڅ کې د هغوی سترګې اوباسو".
فورم \ دبحث خونه