د لاس رسي وړ اتصالات

یوه وړه الوتکه چې د واشنګټن ډي سي هوایي حریم څخه یې سرغړاونه کړې وه، نسکوره شوې


د ملي ګارډ جنګي جیټ الوتکو یوه الوتکه تعقیب کړه چې د واشنګټن د هوایي حریم څخه یې سرغړاونه کړې وه.
د ملي ګارډ جنګي جیټ الوتکو یوه الوتکه تعقیب کړه چې د واشنګټن د هوایي حریم څخه یې سرغړاونه کړې وه.

د متحده ایالاتو د ملي ګارډ ایف -۱۶ جنګي جیټ الوتکو په پایتخت واشنګټن ډي سي کې وروسته تر هغه یوه وړه الوتکه تعقیب کړه چې د دې ښار د هوایي حریم څخه یې سرغړاونه وکړه.

دا وړه الوتکه چې د ټینیسي ایالت څخه الوتې وه د نیویارک ایالت ته روانه وه خو وروسته واشنګټن سره نږدې پروت ایالت ویرجنیا په جنوب لویدیځ کې په غرنۍ سیمې کې ولویده.

د ملي ګارډ جیت الوتکې چې د Andrews په ګډې نظامي اډې کې ولاړې وې تر الوتو وروسته یې په واشنګټن ډي سي کې دومره لوړ غږ خپور کړ چې د ښار اوسیدونکو ګمان کاوه کومه غټه چاودنه شوې.

د سیسنا په نامه دا وړه الوتکه چې ۱۲ مساپر پکې سفر کولی شي، په غرونو کې لویدلې.

د متحده ایالاتو یو چارواکي ویلي چې د ملي ګارډ جنګي جیټ الوتکې د دې وړې الوتکې د لویدو سبب ندي شوي.

په عین حال کې ځینو مطبوعاتو د نظامي الوتکې د یو پیلوټ له قوله ویلي چې د وړې الوتکې پیلوټ بې هوښه شوی و.

یوې بلې سرچینې چې موضوع په هکله معلومات لري بیا ویلي چې الوتکه د بې پيلوټ پرته روانه وه او د چارواکو پوښتنو ته یې ځواب نه وایه.

دا وړه الوتکه د ټینسي ایالت څخه الوتې وه او پلان یې درلود چې د نیویارک ایالت د مک آرتر په هوایي ډګر کې ښکته شي.

د هوایي چلند فدرالي ادارې ویلي چې د ملي ترانسپورت د خونديتوب بورډ سره په ګډه د پیښې په هکله پلټنې کوي.

بل پلو یوه ویب پاڼه چې د الوتکو د پروازونو په هکله معلومات څاري ویلي داسې معلومیږي چې دا وړه الوتکه د نیویارک ایالت سیمې ته داخله شوې وه خو وروسته ۱۸۰ درجې تاو شوه او د ورجنیا ایالت ته ورسیده.

لا معلومه نده چې دا الوتکه ولې د نیویارک څخه بیرته ستنه شوه.

د پایتخت یو شمیر اوسیدونکو ویلي چې د الوتکو غږ دومره لوړ و چې آن د کورونو دیوالونه یې لړزولي.

په همدې حال کې د متحده ایالاتو د کورني امنیت وزارت او اضطراري ادارې چارواکو ویلي چې د هیڅ ډول پیښې راپور یې ندی تر لاسه کړی او په اعلامیې کې دا هم ویلي چې هیڅ کوم ګواښ نشته.

XS
SM
MD
LG