د لاس رسي وړ اتصالات

اسرائیل په لبنان باندې هوايي بریدونه  وکړل


تصویرونه: ارشیف
تصویرونه: ارشیف

د اسرائيل پوځ د پنجشنبې په ورځ سپتمبر ۲۰ (سنبله۲۰) د لبان په جنوب کې هوايي بریدونه وکړل چې له تېر کال راپدیخوا تر ټولو سخت هوايي بریدونه بلل کېږي.

د اسرائیل پوځ وايي چې په دغو عملیاتو کې یې جنګي جټ الوتکو د راکټ توغوونې تقریبآ ۱۰۰ دستګاوې په نښه او ختمې کړې دي.

لا د تلفاتو په اړه څه ویل شوي نه دي.

د لبنان د ان ان اې دراپور په اساس د شپې له نهو بجو وروسته په لبنان باندې ۵۲ هوايي بریدونه شوي.

په همدې ترڅ کې د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډیویډ لامي وویل چې «نن شپه له دواو خواو څخه غواړم چې اوربند وکړي...» چې په خبره یې اسرائيلیان او لبنانیان خپلو کورونو ته ستانه شي.

په لبنان کې د مخابرو او مخابراتي وسایلو په چاودونو کې څه باندې ۳۰ تنه ووژل شول او ۳۰۰۰ ژوبل شول.

د حزب الله ډلې مشر حسن نصرالله وایي په برید کې دغې ډلې ته زیات زیان رسېدلی.

اسرائيل لا په دغو چاودنو کې خپل لاس لرل نه رد کړي‌ او نه یې هم منلي، خو ګمان کېږي چې ددغه هېواد استخبااراتي ادارې په کې لاس لري.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG