د لاس رسي وړ اتصالات

'جنوبي آسیا هېوادونه د ماشومانو د جنسي ځورونې په مخنیوي کې پاتې راغلي'


د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان وايي، چې د جنوبي آسیا هیوادونو مشران پر ماشومانو د جنسي تیري له قُربانیانو او د هغوی کورنیو څخه د قانوني او رواني ملاتړ په برخه کې پاتې راغلي دي.

د دغه سازمان په یو تازه راپور کې راغلي، چې د جنوبي آسیا هیوادونو مشران له ماشومانو څخه د ملاتړ لپاره د یو پیاوړي سیستم د رامنځ ته کولو، د عدلي او قضايي سیستم د اصلاح کولو او له قربانیانو او د هغوی کورنیو څخه د قانوني او رواني ملاتړ د رامنځ ته کولو پر ځای، تل د تیري‌کوونکو د اعدامولو په اړه څرګندونې کړي دي.

دغه سازمان ویلي، چې د اعدام سزا د جنسي تیري د جرمونو د مخنیوي لامل نه کېږي، بلکې په دې برخه کې د قُربانیانو، د هغوی کورنۍ او د شاهدانو ملاتړ او د تیري‌کوونکو مناسبې محاکمې ته اړتیا ده.

په راپور کې راغلي: "د محکومیت کچه ټیټه ده، ځکه چې پولیس او څارنوالان د بهرنیو فشارونو لاندې دي. اکثره وختونه که یو تورن اغیزمن سیاسي یا مذهبي مشر وي یا د هغوی ملاتړی وي، قضايي سکتور ورباندې سترګې پټوي".

همدا شان په دې راپور کې، په لوګر ولایت کې د ښوونځیو پر زده‌کوونکو د جنسي تیري مسلې ته په اشارې ویل شوي، وروسته له هغې چې د لوګر په ښوونځیو کې پر ماشومانو د پراخ جنسي تیري په اړه راپورونه نشر شول، په تړاو یې ناسم اقدامات ترسره شول.

د بشري حقونو د څار سازمان ویلي، یو شمیر هغه کسان چې دغه جنایت یې رابرسېره کړ ونیول شول او ځینې نورو ته د مرګ ګواښ وشو "په داسې حال کې چې د تورنو عاملینو په منځ کې واکمن چارواکي – د پولیس افسرانو په ګډون – لا تر اوسه په دې جرم تورن شوي نه دي".

دغه سازمان په مالدیف کې پر یوې دوه کلنې انجلۍ د جنسي تیري یادونه هم کړې. د دغې پېښې عاملین د انجلۍ پلار، نیکه او غور نیکه وو، چې د پولیسو له خوا نیول شوي دي.

د بشري حقونو د څار سازمان همداشان په پاکستان کې پر ماشومانو باندې د جنسي تیري د ۳۵۰۰ پېښو د ثبتولو خبر ورکړی دی او ویلي دي چې په دغه هېواد کې د دې قضیو شمېر له دې هم پورته دی.

همداشان په دې راپور کې، په هند او بنګله‌دیش کې هم پر ماشومانو د جنسي تیري ورته قضیو ته اشاره شوې ده.

XS
SM
MD
LG