د لاس رسي وړ اتصالات

ټیلرسن: طالبان جګړه نشي ګټلی، په حکومت کې دې حضور ولري


ټیلرسن وویل طالبان هیڅکله هم د جگړې په میدان کې نشي بریالي کیدای، بهتره ده چې د سولې پروسې سره یوځای شي
ټیلرسن وویل طالبان هیڅکله هم د جگړې په میدان کې نشي بریالي کیدای، بهتره ده چې د سولې پروسې سره یوځای شي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن د افغانستان د حکومت نه غوښتي چې داسې شرایط برابر کړي چې که طالبان له جگړې لاس واخلي په افغان حکومت کې حضور لرلی شي.

ښاغلي ټیلرسن چې په واشنگټن ډي سي کې یې د اتلانتیک شورا په بنسټ کې وینا کوله وویل چې په افغانستان کې د امریکا شتون د طالبانو سره په جگړې پورې تړلی او دا دایمي نه دی.

ښاغلي ټیلرسن وویل "لازم دي چې د افغانستان حکومت دا درک کړي چې د اصلاحاتو لړۍ روانه وساتي او داسې شرایط رامنځ ته کړي او په یو مشروع حکومت کې د طالبانو د شتون لپاره ځای ولري. البته هغه وخت چې طالبان ترهگري وغندي، جگړه بنده ړي او د خبرو میز ته راشي".

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر بیا هم پر پاکستان انتقاد وکړ او خبرداری یې ورکړ چې که د پاکستان مشرتابه اوسني وضعیت ته دوام ورکړي د هیواد کنترول به یې له لاسه ووځي.

هغه وویل چې د واشنگټن او اسلام آباد اړیکې په تیره یوه لسیزه کې واقعاً خرابې وې. هغه وايي "پاکستان ترهگرو سازمانونو ته په خپلې خاوره کې د پناه ځایونه د لرلو اجازه ورکړې او دغه سازمانونه د کمیت او نفوذ له درکه مخ په ودې دي تر دې پورې چې ما د پاکستان مشرتابه ته وویل چې ښایي تاسې پخپله هدف وگرځي او ترهگر خپل پام له کابل نه لېرې کړي او تصمیم ونیسي چې اسلام آباد باندې بریدونه وکړي".

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ټینگار وکړ چې پاکستان باید د حقاني شبکې او نورو سخت دریځو ډلو سره خپلې اړیکې بدلې کړي. هغه وویل چې امریکا دغه اوسنی وضعیت نشي زغملی.

ښاغلي ټیلرسن طالبانو ته هم په ډاگه کړه چې هیڅکله هم د جگړې په میدان کې نشي بریالي کیدای او بهتره ده چې د سولې پروسې سره یوځای شي او په پای د افغانستان په یو حکومت کې شامل شي.

د افغانستان د جنګ بن بست مات شوی؟

د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د ښاغلي ټرمپ د ستراتیژۍ له اعلان څلور میاشتې وروسته د امریکا یو لوړپوړي پوځي ویلي چې افغان سرتیري د طالبانو پر ضد د "جگړې په یو بد فصل" کې فعاله ونډه اخیستې ده.

د ناټو او امریکایي ځواکونو د غوڅ ماموریت د عملیاتو مسؤل جنرال لنس بنچ، ویلي دي چې د امریکا نوې ستراتیژۍ د افغان ځواکونو په گټه وضعیت بدل کړی دی.

جنرال بنچ د سه شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل "هغه څه چې مونږ په افغانستان کې کوو دادي چې د افغانستان دښمنان هر چیرته چې ومومو په نښه کوو او د هغوی د نښه کولو لپاره لازم صلاحیتونه لرو. تر دې مخکې مو یواځې پر هغوې په دفاعي توگه برید کاوه."

جنرال بنچ وویل چې طالبان په کال کې له ٣٠٠٠ نه تر ۴٠٠٠ میلیون ډالرو پورې ترلاسه کوي چې د هغه په وینا ٢٠٠ میلیون ډالر یې د مخدره توکیو د قاچاق له لارې ترلاسه کیږي.

دغه امریکایي پوځي ویلي چې امریکا، افغانستان او نړیواله ټولنه اوس په دې لټه کې دي چې د وسلو د ترلاسه کولو، د بریدونو د تمویلولو، د جنگیالیو د استخدامولو او د وسلو د اخیستلو لپاره د طالبانو هڅې شندې کړي.

XS
SM
MD
LG