د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان او طالبانو ترمنځ اړیکو ته کتنه


طالبان د ۲۰۲۱ د اګست په ۱۵ نېټه کابل او ارګ ته داخل شول او په دې سره په افغانستان کې شل کلن «جمهوري نظام» نسکور شو او د پاکستان صدراعظم عمران خان د طالبانو دغه «بري» ته په اشارې وویل: «افغانانو د غلامۍ زنځېرونه وشلول».

په تېرو شلو کلونو کې د افغانستان حکومت او یو شمېر بهرنیو ایتلافیانو یې د پاکستان حکومت په وار وار تورن کړی و چې د طالبانو مشرانو ته په خپله غېږه کې ځای ورکوي، جنګیالي یې روزي، تجهیزوي او بیا یې افغانستان ته د جګړې لپاره استوي. دې تورونو، چې پاکستان تل رد کړې، د کابل او اسلام اباد روابط هم خراب کړي وو، خو د طالبانو له راتګ وروسته دا اړیکې بدلې شوي.

د اګست له ۱۵ وروسته د پاکستان لوړپوړي سیاسي او امنیتي‌ مشران، د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي، د استخباراتو مشر حمید فیض [اوس مشر نه دی] او د ملي‌امنیت مشاور موید یوسف کابل ته سفرونه وکړل. د «جمهوري‌ نظام» د نسکورېدو په مهال هم پاکستان په کابل کې خپل سفارت ونه تړه او وروسته یې په اسلام اباد کې هم د طالبانو دپلوماتان ومنل.

د پاکستان او طالبانو روابط څه ډول دي؟

د ۱۹۹۶-۲۰۰۱ ترمنځ کلونو کې پاکستان په افغانستان کې د «طالبانو اسلامي امارت» او نظام په رسمیت پېژنده، سعودي عربستان او متحدو عربو اماراتو هم هغوی په رسمیت پېژندلي وو. یو شمېر کارپوهان په دې باور دي چې پاکستان له طالب مشرانو او طالب جنګیالیو سره له څو لسیزو راهېسې نژدې روابط او په هغوی پراخ نفوذ لري‌.

د طالبانو حکومت تر دې دمه د ګاونډیانو او نړۍ سره خپله بهرنۍ تګلاره نه ده اعلان کړې او نه هم پاکستان د طالبانو حکومت تر دې دمه په رسمیت پېژندلی دی.

د طالبانو مشران او اکثریت جنګیاليو د پاکستان په دیني مدرسو کې زده کړې کړي‌ او هلته روزل شوي دي. ځینې کارپوهان پدې شک لري چې پاکستان دې طالبانو سره د یو مستقل دولت په توګه اړیکې وساتي.

د افغانستان د مخکني حکومت د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح، چې د پاکستان سرسخت منتقد بلل کېږي، طالبان د «پاکستان نیابتي ملېشې» بولي. هغه د تېرکال د ډسمبر په ۲۰ نېټه په خپل رسمي فیسبوک کې دا خبره لیکلې وه.

امرالله صالح د خپلې واکمنۍ په مهال هم په وار وار دا خبره کړې وه. ځینې کارپوهان دا مني چې پاکستان له طالبانو سره ښې اړیکې لري، خو دا اړیکې متقابلې او متوازنې نه بولي.

په واشنګتن ډي سي کې د ودرو ویلسن مرکز د جنوبي اسیا کارپوه مایکل کوګلمن پاکستان د طالبانو قوي دپلوماتیک ملاتړی ګڼي. نوموړي د ټویټر له لارې له امریکا غږ سره د پاکستان او طالبانو د حکومت په اړه خپل نظر شریک کړ.

هغه لیکلي دي: «.. پاکستان د طالبانو تر ټولو ستر دپلوماتیک ملاتړی دی او له نړۍ څخه یې لویې غوښتنې کړي دي‌ چې د طالبانو له حکومت سره تعامل وکړي. پاکستان د طالبانو له حکومت سره په اقتصادي، د حکومتدارۍ او د افغان پوځ په بیا جوړولو کې د مرستو او مشورې ورکولو ظرفیت لري.»

د پاکستان د سنا مجلس پخوانی غړی افراسیاب خټک په دې باور دی چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ روابط زاړه دي، مګر هېڅکله هم د دوو مستقلو دولتونو ترمنځ د رابطې په بڼه نه دي.

هغه امریکا غږ ته وویل: «دا ډېر زاړه او پاخه روابط دي. دوی «طالبان» چې کله په ۱۹۹۴ کې رامنځ ته شول.... ډېر ژر د پاکستان استخباراتو او حکومت په لاس کې واخیستل او بیا کاملا دوی له یو بل سره ملګرتیا کړې ده. د ۲۰۰۱ د سپتمبر د یولسمې تر پېښې پورې دا خبرې لږې جوتې او څرګندې وې، دا دفترونه وغیره، خو هغې نه وروسته یې لږ اغفا ته یوړل. خو اصلي‌ مناسبات وو... پاکستان په اکتوبر کې یوه دستګاه [د افغانستان لپاره] جوړه کړه، چې د پاکستان مختلف وزارتونه په کې شامل دي. استخبارات، د تجارت، داخلې او خارجې وزارتونو د ټولو نمایندګان په کې دي. او دا د موید یوسف [د ملي‌امنیت مشاور] د دفتر تصدي‌ دی... دوي قوي مناسبات لري.»

پاکستاني‌ چارواکو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

د افغانستان د ولسي‌ جرګې پخوانۍ غړې شکریه بارکزې هم د ښاغلي‌ خټک نظر تایدوي او وایي چې پاکستان له طالبانو سره اړیکې داسې تنظیمې کړې چې «افغانستان خپله برخه» وګڼي. مېرمن بارکزۍ امریکا غږ ته وویل: « پاکستان افغانستان او طالبان د یو رسمي ملک په توګه نه دي منلي،‌ بنآ دا یو رسمي ‌اړیکې کېدای نشي...داسې ښکاري چې افغانستان د پاکستان یو جز دی.»

پاکستاني چارواکو تل دا خبره کړې ده چې دوی په افغانستان کې «یو مستقل حکومت غواړي» او په «کابل کې ثبات» د پاکستان د ثبات لپاره مهم دی.

که څه هم د پاکستان حکومت په ښکاره د طالبانو سره د خپلو اوسنیو اړیکو په اړه کومه مشخصه تګلاره اعلان کړې نه ده، خو د هغه هېواد صدراعظم عمران خان په وار وار له نړیوالو غوښتي‌ چې له طالبانو سره تعامل وکړي.

په واشنګټن ډي سي کې د هډسن د ادارې څېړونکی او د پاکستان پخوانی سفیر حسن حقاني د طالبانو او اسلام اباد اړیکې د یو حکومت او «یوې وسله والې» ډلې ترمنځ‌ اړیکې بولي، داسې وسله واله ډله چې د هغه په خبره پاکستان پرې بشپړ کنترول نلري.

هغه د امریکا غږ اشنا تلویزون سره په یوې ځانګړې مرکې کې وویل: «... هغوی [طالبان] د کلونو راهېسې په پاکستان کې وو، له هغه ځای څخه یې د افغانستان واک تر لاسه کړ او هغوی به اوس د ملاتړ لپاره پاکستان ته ګوري.. دا يوه بدقسمتي ده چې پاکستان د یوې داسې ډلې ملګرتیا کړې چې پوره کنټرول پرې نه لري...»

په افغانستان کې د مخکني حکومت یو شمېر چارواکو پاکستان تل تورن کړی دی چې له افغانستان سره د یو مستقل دولت او هېواد په توګه روابط نه پالي. په امریکا کې مېشت د افغانستان د سیاسي ‌او امنیتي‌ چارو شننونکی نجیب ننګیال وايي چې پاکستان تل هڅه کړې ده چې په افغانستان کې د موجوده نظام په ځای په داخل کې له پوځي او سیاسي ډلو سره اړیکې وپالي.

هغه امریکا غږ سره په خبرو کې د طالبانو د حکومت او اسلام اباد اړیکې یو ډول نا تعریف شوې اړیکې وبللې. هغه وايي: «د طالبانو حکومت له پاکستان سره ګرمې اړیکې لري او اړیکې په لویه کچه کې دي د رهبرۍ په کچه کې دي، پټې او غوره اړیکې لري... د تل په څېر له افغانستان سره د پاکستان اړیکې تعریف شوې نه دي او له طالبانو سره د پاکستان اړیکه هم نا تعریف شوې ده.»

ایا دا روابط پایدار دي؟

د چارو یو شمېر څارونکي په دې باور دي‌ چې په افغانستان کې د طالبانو واکمني د پاکستان لپاره یوه ستراتیژیکه بریا وه. د پاکستان د صدراعظم عمران خان په ګډون اکثریت پاکستاني چارواکو په افغانستان کې واک ته د طالبانو بیا رسېدل، په خوشحالیو ونمانځل. ځینو پاکستانیانو بیا دا کار د خپل غلیم هند په وړاندې هم یوه بریا وبلله چې د افغانستان د مخکني حکومت سره یې نژدې اړیکې پاللې او لرلې. په تېرو دوو لسیزو کې په افغان حکومت باندې د پاکستان یو انتقاد هم دا و چې ولې د اسلام اباد له غلیم نوي ډهلي سره نژدې سیاسي او دپلوماتیکې اړیکې پالي.

اوس په افغانستان کې هغه حکومت نشته او د ځینو کارپوهانو په باور شاید پاکستان او د پاکستان پالیسي جوړوونکي هم له دې پلوه د ارامې ساه اخیستې وي.

ښاغلی کوګلمن وايي: «سره له دې چې طالبان اوس د پټو ځایونو او د پخوا په څېرو جګړه ایزو مرستو لپاره پاکستان ته اړتیا نلري او پاکستان دا وسیله له لاسه ورکړه، خو بیا هم طالبان په پاکستان باندې تکیه دي. طالبان د نړیوالو له مرستو پرته نشي پایدای. سره له دې چې په اوسني وخت کې پاکستان طالبانو ته ډېر څه ورکولای شي، خو د اوس لپاره د میلیادرونو ډالرو په ارزښت ګنګل شوې پانګه د طالبانو لویه اندېښنه ده، په دې اساس، د طالبانو سیاسي پاېښت تر پاکستان په لویدیځ پورې ډېر تړلی دی. پاکستان ښايي د پوځ په جوړولو، حکومتولۍ او نورو برخو کې له طالبانو سره مرسته وکړي، خو ډېرو پېسو ته د نه لاسرسي او افغانستان ته د پېسو د نه انتقال له کبله به طالبان ونشي کړای سیاسي کنترول وساتلای شي، ځکه چې په داسې یو حالت کې نظام سقوط کوي. او دا هغه مسائیل دي چې لویدیځ به یې په اړه پرېکړه کوي، نه پاکستان.»

په کابل کې د سیاسي چارو کارپوه او په پاکستان کې د افغانستان پخوانی دپلومات احمد سعیدي هم د طالبانو د سیاسي بقا تر ډېره له نورې نړۍ سره په اړیکو کې نغښتې ویني، نه له پاکستان سره په روابطو کې.

هغه امریکا غږ ته وویل: «د طالبانو او پاکستان روابط حسنه نه دي او یو څه کړکیچن دي، دا اوس یوازې د طالبانو او پاکستان د روابطو خبره نه ده، دا د قطر، پاکستان او امریکا د روابطو مسئله ده. پخوا هغه هدایت چې امریکا او انګیس ورکوه، پاکستان یې تطبقونکی و او اوس قطر دی.»

ځینې نور کارپوهان بیا په دې فکر دي چې پاکستان له طالبانو سره په اړیکو کې غلطه محاسبه کړې وه او فکر یې کاوه چې له «بري» وروسته به یې نړۍ په رسمیت وپېژني او په افغانستان کې به د دوی په وینا هر څه د پاکستان د پلان مطابق مخې ته ولاړ شي.

په واشنګټن ډي سي د پاکستان پخوانی سفیر حسن حقاني همدا خبره په بل ډول کوي، دی د طالبانو اړیکې د نورې نړۍ سره په اړیکو پورې تړي. هغه وايي: « پاکستان لپا ه به ستوتزې ځکه زیاتېږي چې پاکستان ته به طالبانو سره په هر حال کې ښې اړیکې ساتل وي او هغوی به د ملاتړ لپاره پاکستان ته ګوري، که پاکستان ترې په شا شي نو بې شکه طالبان به د پاکستان خلاف کېږي. د پاکستان لپاره د طالبانو نه مخ اړول دومره اسانه نه ده څومره چې د امریکا او اروپا لپاره ده، چې طالبان يواځې پاتې شي، نو هغوی سره ملاتړ او مرستې، نړۍ سره تماس او لارې ورکول به یوازې د پاکستان مسولیت پاتې شي.»

په سیمه کې د سیاسي چارو ځینې نور کارپوهان بیا په دې اند دي چې پاکستان او طالبانو اړیکې دومره ژورې دي چې په اسانۍ نشي خرابېدای.

د شکریې بارکزۍ زړه ته نه لوېږي چې د پاکستان او طالبانو اړیکې دې خرابې شي او طالبان دې د پاکستان له «همکارۍ او مرستې» بې برخې شي. هغه وايي: «دا یو نه شلېدونکي روابط دي او طالبان د پاکستان له لوري‌ جوړ شوي او پاکستان رسمي بودیجه د طالبانو په واکمنۍ کې ورکوله. اخوا دیخوا خبرې به پاکستان یا طالبان پورته کوي، خو ستر ګواښ نشي پېښېدای، ‌دوي د پاکستان سرمایه دي.»

پاکستان د افغانستان نژدې ګاونډی دی، طالبان له دغه هېواد سره غیر رسمي اړیکې پاللې دي او د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي یې په وار وار دا خبره کړې ده چې دوی له نورې نړۍ سره هم ښه روابط غواړي.

که څه هم تر دې دمه کوم هېواد په رسمیت پېژندلي‌نه دي، مګر ښاغلی متقي په همدې اونۍ کې د خلیج هېوادونو او اروپایي ټولنې له استازو سره وکتل او رسمي سفرونه یې روان دي.

د پاکستان د سنا مجلس غړی افراسیاب خټک د طالبانو د سیاسي‌ پاېښت لپاره داخلي مشروعیت هم اړین بولي، خو ټېنګار یې دا دی چې طالبان د پاکستان له مرستو پرته نشي پایدای. هغه وايي: « دوی داسې ګام وانخیست چې افغانستان کې مشروعیت ترلاسه کړي، دوی د ټوپک په زور پاچاهي کوي او په راس کې یې افراطیان دي. نو د پاکستان له مرستو او همکاریو پرته دوی پایدلای نشي.»

د امریکا غږ د پاکستان او طالبانو ترمنځ د اړیکو په اړه د طالبانو د حکومت له ویاندانو سره پرلپسې تماسونه ونیول، سره له دې چې هغوی ژمنه وکړه چې په دې اړه به معلومات او خپل نظر څرګندوي، مګر له شاوخوا یوې اونۍ انتظار وروسته یې لا هم د دغه راپور تر لیکلو پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.

په اړیکو کې نوې ټوکېدلې ستونزې؟

د پاکستان او طابانو ترمنځ د ښو اړیکو باوجود، داسې ښکاري چې د دوی ترمنځ وار دمخه ځینې ستونزې رادبره شوي دي.

د پاکستان صدر اعظم عمران خان څو ورځې مخکې د سي ان ان سره په مرکې کې ادعا وکړه چې په افغانستان کې د طابانو له راتګ وروسته په افغانستان کې د پاکستان خلاف ترهګرو ډلو فعالیت پیل کړی دی: «... دا مهال درې ډلې: د پاکستان تحریک طالبان چې بریدونه کوي، بلوچ بیلتون غوښتونکي او د داعش-خراسان ډله. زموږ غوره هیله دا ده چې با ثباته افغانستان به د پاکستان امنیت تامینوي...»

پاکستان په دې وروستیو کې د افغانستان له خاورې څخه د ترهګرۍ د تهدیدونو په اړه شکایتونه کړي دي. پاکستاني چارواکي‌ وايي «پاکستان تحریک طالبان» (ټي ټي پي) غړو له [افغانستان څخه] د پاکستان د امنیتي‌ ځواکونو په ضد بریدونه زیات کړي ‌او لسګونه کسان یې وژلي دي.

د فبروۍ په ۱۴ نېټه د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت سرپرست ملا محمد یعقوب مجاهد د افغانستان له ملي تلویزون سره په ځانګړې مرکې کې د پاکستاني چارواکو دا ادعاوې ردې کړې. هغه وویل چې نړیوالو سره یې ژمنه کړې ده چې د افغانستان خاوره به د بل هېواد په ضد نه کارول کېږي.

ښاغلي مجاهد وویل: «دا خبره زه ردوم، ځکه موږ د دنیا سره هم دا تعهد کړی دا وعده مو ورکړه چې د افغانستان خاوره به د چا په مقابل کې یا د چا په خلاف نه استعمالیږي، موږ خپلو تعهداتو ته ژمن یو، که دنیا هغو تعهداتو ته ژمن پاتې شي. موږ ټولو ګاونډیانو ته، لېرو پرتو هېوادونو ته، د سیمې هېوادونو، امریکا ته، روسیې ته،‌ چین ته ټولو ته اطمینان ورکوو چې زموږ خاوره به د چا په مقابل کې نه استعمالیږي. په دې کار کې موږ کوښښ کړی دی او دا الزامات یا تورونه چې په موږ لګول کېږی، دا بې ځای دي او زه یې ردوم او هېڅ حقیقت نلري.»

یو پاکستاني چارواکي چې په دې وروستیو کې یې په کابل کې له افغان طالبانو سره یې په دوه اړخیزو خبرو کې برخه اخیستې وه، وايي چې مخکې داسې هیلې وې چې د افغان طالبانو له واکمنۍ وروسته به په پاکستان کې د «تحریک طالبان پاکستان» په څېر ډلو له لوري‌ خشونت په پام وړ کچه کمېږي، خو ونشول او« ...دا د پاکستان لپاره د اندېښنې وړ جدي مسئله ده.»

ځینې کارپوهان په دې باور دي چې دا هم د پاکستان د «غلطې پالیسۍ له کبله دي. د پاکستان د قومي اسمبلۍ غړی محسن داوړ د امریکا غږ اشنا تلویزون سره په یوې مرکې کې وویل: «پاکستان چې کوم اور ولګولو، پاکستان به په هماغه اور کې سوځي. تاسو ولیده چې دا اور خپرېږي ‌او په مزه مزه روان دی او دا به دا ټوله سیمه نیسي. پاکستان د طالبانو له راتګ وروسته، څه نه دي‌ ترلاسه کړي. د طالبانو له راتګ وروسته، په پاکستان کې ټي ټي پي یو نوی قوت او اطمینان موندلی دی.»

ښاغلی داوړ مخکې هم د پاکستان په تګلارو باندې انتقادونه کړي‌ دي، خو د پاکستان صدراعظم عمران سي ان ان ته وویل چې په تېرو دوو لسیزو کې د ترهګرۍ سره په جګړې کې پاکستان ډېر زیانمن شوی دی او دا روان بریدونه هم د هماغې جګړې تسلسل دی.

پاکستان په تېر وخت کې هم دا خبره کوله چې له افغانستان څخه ترهګر ور اوړي او د ډیورېنډ په شاوخوا ۲۶۰۰ کیلو مېتر کرښه یې اغزن مزو لګول پیل کړل. د پا کستان پوځ دا کار کوي،‌ خو داسې ښکاري چې د طالبانو په مشرتابه کې ځینې خلک په دې کار خوښ نه دي.

د طالبانو د دفاع وزارت یو ویاند په ټویټر کې په یو ویدیويي پیغام کې وویل: «پاکستان دا حق نلري چې په سرحد کټارې ولګوي او پښتانه چې دواړو غاړو کې اوسیږي، سره ووېشي.»

خو د پاکستان د ملي امنیت سلاکار موید یوسف د جنورۍ په ۲۷ نېټه کابل ته د یو سفر وروسته د خپل هېواد د پارلمان د بهرنیو اړیکو د کمېټې په یوې غونډې کې وویل چې «سرحد کې د کټارو» په لګولو کې د پاکستان حکومت او طالبان ګډ نظر لري او هغوی چې له دغه کار سره ستونزه لري،‌ د طالبانو د حکومت نمایندګي نکوي.

د افغانستان او پاکستان د امنیتي‌ او سیاسي چارو ځینو څارونکي بیا دا ډول اړیکو ته د «ملګرتیا» په سترګه ګوري. د پاکستان د سولې د مطالعاتو د انستیتوت مشر او د امنیتي‌ چارو کارپوه محمد عامر راڼا د فبروۍ په اتمه نېټه په ټویټر کې د «سپیس» په یوه انلاین پروګرام کې، چې عام خپرېده او د پاکستان په بلوچستان کې د وروستیو بریدونو په اړه و، د پاکستان او طالبانو په اړیکو یې خبرې وکړې.

هغه طالبان د پاکستان داسې یو دوست وګاڼه چې په «بده ورځ کې ورسره مرسته نشي» کولای. هغه وویل چې د پاکستان د حکومت لپاره یوه ننګونه دا ده چې «د طالبانو سره کوم ډول تګلاره او پالیسي وټاکي. هغه په ټېنګار سره وویل چې په اوسني وخت کې د پاکستان لپاره لویه ننګونه «نه هند دی، نه امریکا ده،‌ نه چین دی او نه د پاکستان-چین اقتصادي دهلیز دی، بلکې طالبان دي.»

نوموړي وویل داسې ښکاري چې په سیمه کې د پاکستان هغه تګلاره ناکامه شوې ده چې په خپلو ګاونډیو هېوادونو کې د حکومت په ځای د ډلو ټپلو سره روابط وپالي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. جعفر هاند تر دې دمه په پښتو کې نهه کتابونه لیکلي او ژباړلي دي. په ځانګړي ډول یې د افغانستان او نړۍ د کرکټ په تاریخ باندې درې کتابونه لیکلي.

اړوند

XS
SM
MD
LG