د لاس رسي وړ اتصالات

عمران خان: اوس یا وروسته، طالبان باید په رسمیت وپېژندل شي 


د پاکستان صدر اعظم عمران خان
د پاکستان صدر اعظم عمران خان

د پاکستان صدراعظم عمران خان له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني.

عمران خان وایي چې د طالبانو په رسمیت نه پېژندلو لوی «زیان» به عادي‌ افغانانو ته رسېږي.

سي ان ان نن دوشنبه فبروري ۱۴ (سلواغه۲۵) د عمران خان یوه مرکه خپره کړه.

نوموړي په خپلې مرکې کې په ښکاره وویل چې «ژر یا وروسته، طالبان باید په رسمیت وپېژندل.» شي. هغه ټېنګار وکړ چې په طالبانو باندې فشار راوړلو او‌ د هغوی د بانکي‌ حسابونو او سیستمونو د بندولو ډېر زیان طالبانو ته نه، بلکې د هغه په خبره شاوخوا ۲۰ میلیون افغانانو ته رسي.

عمران خان په دغې مرکې کې په وار وار دا خبره وکړه چې اوس «د طالبانو بدیل نشته» او باید نړیواله ټولنه ورسره کار او تعامل وکړي.

تر دې مخکې هم د پاکستان صدراعظم په اسلام اباد کې د اسلامي‌هېوادونو په کنفرانس کې دا خبره کړې وه چې باید نړیوال له طالبانو سره تعامل وکړي. ښاغلی خان داسې مهال وايي چې د طالبانو یا د هغوی د نظام بدیل نشته،‌ چې شاوخوا شپږ میاشتې مخکې په افغانستان کې شل کلن جمهوري ‌نظام نسکور او طالبان ارګ ته داخل شول.

په تېرو شاوخوا دوو لسیزو کې د افغانستان د ولسمشر څخه نیولې تر امنیتي‌ لوړ پوړیو چارواکو پورې ټولو همدا خبره کوله چې پاکستان په خپلې خاورې کې افغان طالبانو ته ځای ورکړی، هغوی روزي، تجهیزوي یې او بیا یې د جګړې لپاره افغانستان ته استوي. اسلام اباد دا خبره تل رد کړې ده.

عمران خان دا خبره هم وکړه چې واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته شاوخوا ۲۵۰زره افغانان پاکستان ته اوښتي دي‌ چې د هغه په خبره د دوی په منځ کې د «پاکستان تحریک طالبان، بلوڅ اورپکو او داعش-خراسان جنګیالي» هم شته چې په پاکستان کې ورانکارۍ کوي.

ده وویل چې دا درې ډلې له افغانستان څخه په پاکستان کې بریدونه کوي. تر دې مخکې داسې راپورونه ورکړل شوي‌ وو چې د پاکستان د ملي‌ امنیت مشاور معید یوسف کابل ته د خپل وروستي سفر په مهال له طالب مشرانو سره د «پاکستاني طالبانو» د ګواښونو او تهدیدونو د مخنیوي په اړه غږېدلی دی، خو طالبانو ورته ویلي‌ چې «پاکستاني طالبانو ورسره اوږه په اوږه جګړه» کړې ده.

په پاکستان کې په تېرو څو اونیو کې ځینې بریدونه او یو شمېر پاکستاني عسکر په کې ووژل شول،‌ د دغو بریدونو مسئولیت د پاکستان طالبانو اخیستی دی. تېرکال د افغان طالبانو په وساطت د اسلام اباد او تحریک طالبان پاکستان ترمنځ موقت اوربند هم وشو خو ډېر ونه پایده.

عمران خان په داسې وخت کې د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو غوښتنه کوي‌ چې نړیواله ټولنه ټېنګار کوي باید دا ډله د بشر، نجونو او ښځو حقونو ته درناوی وکړي‌ او د نورو مسائیلو تر څنګ دې همه شمول حکومت هم جوړ کړي.

طالبان وايي حکومت یې همه شمول دی او د «اسلام په چوکاټ» د بشر او ښځو حقونو ته درناوی کوي. طالبان د تېرکال د اګست په ۱۵ نېټه بیا واک ته ورسېدل خو تر دې دمه د پاکستان په ګډون هېڅ یو هېواد د هغوی حکومت په رسمیت پېژندلی نه دی.

XS
SM
MD
LG