د لاس رسي وړ اتصالات

ویسټ: افغان میرمنې باید له محدودیت پرته کار وکړي او نجونې بیرته ښوونځیو ته لاړې شي


د افغانستان په چارو کې د متحده ایالاتو ځانګړی استازی توماس وسټ
د افغانستان په چارو کې د متحده ایالاتو ځانګړی استازی توماس وسټ

د طالبانو حکومت لخوا پر ښځو د محدویتونو له زیاتوالي او د نجونو پرمخ تر شپږم پورته ټولګیو بندېدو سره هم مهاله د افغانستان په چارو کې د امریکا متحده ایالاتو ځانګړی استازی وايي، افغان مېرمنې باید له محدودیت پرته کار وکړي او نجونې ښوونځيو ته ولاړې شي.

تامس ویسټ د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست وزیر امیر خان متقي سره په ټیلیفوني خبرو کې وویل چې نړۍ په ټولنه کې د افغان ښځو او نجونو پر حقونو او رول باندې «د روانو او مخ په زیاتیدونکو محدودیتونو» مخالفه ده.

په دغه ټلیفوني خبرو کې د افغان ښځو د حقوقو په برخه کې د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي رینا امیري هم ګډون کړی و.

ښاغلي ویسټ تیره شپه مۍ ۲۱ (غوايي ۳۱) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي: "نجونې باید بیرته ښوونځيو ته وګرځي، ښځې باید په ازاد ډول تګ راتګ وکړي او له محدودیت پرته د پرمختګ لپاره کار وکړي."

هغه ویلي چې د افغانستان له خلکو څخه د ملاتړ او (زموږ) د ملي ګټو په نظر کې نیولو سره به یادې خبرې په راتلوونکې هم دوام ولري.

رینا امیري هم ویلي چې له طالبانو سره د هر ډول پرمختګ لپاره د ښځو د ټولو حقوقو پيژندل او د ټولنې د زیانمن قشر ملاتړ اړین دی.

اغلې امیري پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې د طالبانو لخوا د دولتي بنسټونو په ځانګړي ډول د بشري حقونو کمېسیون د لغو کېدو په اړه اندېښنې یې شریکې کړي او زیاته کړې ده چې ددغه بنسټونو لغو کېدل د افغانستان د خلکو له غوښتونو سره په تناقض کې دي او په خبره یې باید «اصلاح» شي.

پر همدې مهال د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي هم ویلي چې دغه دوو امریکايي استازو له امیرخان سره د ټلیفوني خبرو په ترڅ کې د ښځو کار، تعلیم او بشري حقوقو په اړه خبرې کړي و د طالبانو له حکومت څخه یې ورته د توجه غوښتنه وکړه.

"د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ویلي: "د ښوونې، روغتيا او پاسپورټ او ځینو نورو برخو کې افغان ښځې په خدمت بوختې دي. د حجاب په باب فرمان صادر شوی چې افغان مېرمنې ورسره ستونزه نه لري."

دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته د امربالمعروف وزارت لخوا پر ښځو محدودیتونه زیات شوي او تر شپږم ټولګي پورته نجونې هم له ښوونځيو څخه راګرځول شوي دي.

د فرانس پرس اژانس د رپوټ له مخې طالبانو تیر کال واک ته له رسیدو وروسته، په تدریج سره پر مدني ټولنې چې ډیر تمرکز یې پر میرمنو او نجونو دی ګڼ شمیر محدودیتونه وضع کړي دي.

د روانې میاشتې په پیل کې د طالبانو امیر المومنین هبت الله اخندازه د یو حکم په کولو له میرمنو وغوښتل چې د مخ پټولو په ګډون په عام محضر کې حجاب مراعات کړي.

طالبانو دوه ورځې مخکې په یو حکم کې د ټلویزیونونو له ښځینه ویاندویانو غوښتي وو چې د اسلامي لارښونو پر اساس د خپرونو پر مهال مخونه پټ کړي.

خو د طوع نیوز، شمشاد او یک ټلویزیون خپرونې د شنبې په ورځ مې ۲۱ په داسې حال کې د ښځینه ویاندویانو له خوا پر مخ یوړل شوې چې مخونه یې پټ نه وو.

XS
SM
MD
LG