د لاس رسي وړ اتصالات

د بخښنې نړیوال سازمان: افغانستان کې د میلیونونو ښځو راتلونکې په خطر کې ده


د طالبانو لخوا د ښځو په وړاندې د محدودیتونو زیاتوالي سره هم مهاله د بخښنې نړیوال سازمان یو ځل بیا په دغه هیواد کې د ښځو په وړاندې د تبعیض د دوام په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي دي چې په دغه هیواد کې د میلیونونو ښځو راتلونکې له خطر سره مخامخ ده.

دغه سازمان د سې شنبې په ورځ مۍ ۱۷ (غوايي ۲۷) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي: "د میلیونونو افغان ښځو راتلونکې په خطر کې ده. هغوی د طالبانو د تاوتریخوالي په وېره کې ژوند کوي او له خپلو لومړنیو حقوقو منعه کیږي."

دغه سازمان زیاته کړې چې د نړیوالې ټولنې استازي به له طالب چارواکو سره لیدونو کې د ښځو او نجونو د حقوقو تامین لپاره له خپل ټول توان څخه د «یوې غیر قابل مذاکره» موضوع په توګه استفاده وکړي.

د طالبانو د امربالمعروف وزارت د مۍ اوومه (غوايي ۱۷) په یو تازه اقدام کې له ټولو افغان مېرمنو څخه غوښتي چې حجاب رعایت کړي.

په دغه لارښود کې ویل شوي په هر لباس چې بدن پټیږي، هغه حجاب دی او زیاته کړې ده چې باید «تنګ او نازک» نوي.

پر همدې مهال د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ مشرې دیبرالاینز د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیرخان متقي سره لیدنه کې د نورو موضوعاتو ترڅنګ د ښځو د حجاب د لارښود په اړه هم خبرې کړي دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ویلي چې ښاغلي متقي په دغه لیدنه کې"د حجاب فرمان، د نشیه یي توکو مخنیوي او تصفیوي عملیاتو" په اړه خبرې کړي دي.

ښاغلي بلخي په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.

د افغان مېرمنو د حجاب جبري کېدو ته پر اخ غبرګونونه ښودل شوي او د ملګرو ملتونو سازمان تر دې دې مخکې د طالبانو د دغه حکم په اړه اندېښنه ښودلې او هغه یې د طالبانو د ژمنو خلاف بللی و. یو شمېر ښځو هم د مۍ میاشتې پر لسمه (غوايي ۲۰) په کابل کې د دغه حکم په غبرګون کې مظاهره کړې وه.

د افغانستان په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي توماس ویسټ هم یاد حکم ته په غبرګون کې ویلي و چې د ښځو په وړاندې د طالبانو سیاستونه د بشري حقوقونو سپکاوی دی.

خو د طالبانو حکومت د امربالمعروف وزارت سرپرست خالد حنفي په کابل کې د حجاب په اړه غونډې ته وویل: "موږ غواړو چې خویندې مو په عزت سره په محفوظ ډول ژوند وکړي."

XS
SM
MD
LG