د لاس رسي وړ اتصالات

روغتیایي چارواکي: د ډیورنډ پرکرښې د واکسین ځانګړي ټیمونه ګمارل شوي


په بدخشان ولایت کې د پولیو د کمپاین پر مهال اخیستل شوی انځور، کال ۲۰۲۰
په بدخشان ولایت کې د پولیو د کمپاین پر مهال اخیستل شوی انځور، کال ۲۰۲۰

د پولیو پر ضد د مبارزې د څانګې مسؤولین وایي چې د هغو ماشومانو د واکسینولو لپاره ېې ځانګړي ټیمونه ګمارلي چې له خپلو کورنیو سره د افغانستان او پاکستان تر منځ تګ راتګ کوي.

د افغانستان په سویل کې د پولیو پر وړاندې د مبارزې د مرکز مسؤول، ډاکټر عبدالقیوم پخلا وایي چې د ډیورند کرښې په سرحدي سیمه کې ېې ځانګړي ټیمونه ګمارلي چې ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین تطبیق کړي.

د ډاکټر پخلا په وینا، د سپين بولدک او چمن تر منځ هره ورځ زرګونه ماشومان له خپلو کورنیو سره تګ راتګ کوي، او دغه ټیمونه هغوی ته د ګوزڼ واکسین ورکوي.

نوموړي زیاته کړه: "دغه ټمیونه د دوستۍ د دروازې د ټیمونو په نامه یادیږي، چې شمېر ېې ۱۳ ته رسیږي، او پر دې توانیدلي چې د یوې میاشتې په ترڅ کې پنځوس زره ماشومان واکسین کړي."

د ښاغلي پخلا په وینا، د سویلي ولایتونو تر منځ پرتو ټولو لارو کې هم د پولیو ضد واکسین ٤٤٧ ټیمونه پر دندو بوخت دي، چې د نومبر په میاشت کې ېې ۳ لکه او ٤٣ زره ماشومانو ته واکسین تطبیق کړی.

د واکسین د ګرځنده ټیمونو یو تن رضاکار عبدالله، امریکا غږ ته وویل: " اوس چې کورنۍ د واکسین په ارزښت پوه شوي، نو موږ هم هره ورځ زیات شمېر ماشومان واکسینوو."

د افغانستان په سویلي حوزه کې له پنځو کلونو د ښکته ماشومانو شمېر یو نیم میلیون تنه ښودل کیږې، چې له بده مرغه تر یو میلیون زیات ېې څه نا څه درې کاله کیږي له واکسینه پاتې دي.

افغانستان او پاکستان په نړۍ کې دوه هغه هېوادونه دي چې لا هم پکې د ګوزڼ ناروغی د تنکیو ماشومانو ژوند ګواښي.

XS
SM
MD
LG