د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن: ایران کې ازاد شوي‌ امریکایان بالاخره کور ته ستنېږي؛ ایران ته مه ځئ، نیول کېږی 


د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن او د بهرنیو چارو وزیر انتوني‌ بلینکن په ایران کې د پنځو بندي‌ امریکایانو، چې په «ناحقه نیول شوي» وو، خوشې کېدل تائید کړي او وايي‌ چې هغوی کور ته په لار دي.

د سپینې ماڼۍ په اعلامیې کې،‌ چې نن دوشنبه سپتمبر ۱۸ (وږې۲۷) خپره شوې، ولسمشر بايډن ویلي دي‌: «له کلونو تحمل، ناڅرګندتیا او رنځ کاللو وروسته به سیامک نمازي، مراد طهباز، عماد شرقي او دوه نور چې نغواړي نومونه یې خپاره شي، ژر له خپلو کورنیو سره یو ځای شي.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم په یوې اعلامیې کې همدا خبره کړې ده او دواړو جوبایډن او انتوني بلینکن د قطر،‌ عمان، سویزرلنډ او جنوبي کوریا په ګډون د ټولو هغو هېوادونو څخه مننه کړې، چې منځګړتوب کړی دی.

د سپینې ماڼۍ او بهرنیو چارو وزارت په اعلامیو کې په ځانګړي ډول د قطر د امیر شیخ تمیم بن حماد، د عمان د سلطان هیتم بن طارق څخه مننه شوې ده.

د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي، د جوبایډن حکومت په تېرو څو کالونو کې شاوخوا ۳۰ هغه امریکایي اتباع، چې په «ناحقه په نورو هېوادونو» کې نیول شوي ووخوشې کړي‌ او خپلو کورنیو ته ستانه کړي دي.

ولسمشر بایډن همدغه راز د ایران په حکومت باندې غږ کړی چې په هغه هېواد کې د یو بل بندي امریکایي باب لیونسن په اړه هم بشپړ معلومات ورکړي.‌ ولسمشر بایډن ویلي: «موږ نن د لیونسن د قانون په اساس په غلطو نیونو کې د ایران د پخواني ولسمشر محمود احمدي نژاد او د ایران د استخباراتو د وزیر د لاس لرلو کبله، په هغوی بندیزونه لګوو.» اعلامیه وایي چې په سیمه کې د ایران د پاروونکو اقداماتو له کبله به په هغه هېواد باندې فشارونه روان ساتي.

د سپنیې ماڼۍ او بهرنیو چارو وزرات په اعلامیو کې یو ځل بیا له امریکایانو اتباعو غوښتنه شوې ده چې ایران ته له سفر کولو ډډه وکړي.

انتوني بلینکن ویلي: «ایران ته سفر مکوئ. د امریکايي اتباعو دا ډله خوشې شوه، خو هېڅ ضمانت نشته، چې ایران ته د تلونکیو نورو امریکانو سره ورته کار ونشي، سره له دې چې د امریکا حکومت له ډېر وخت د دغه کار [ناحقه توقیفونو] په ضد خبرداری ورکړی. موږ به د همفکره هېوادونو سره ګډ کار روان ساتو چې په اینده کې د توقیفونو مخه ونیول شي او له ایران او نورو رژیمونو سره محاسبه وشي...»

په اعلامیې کې همدغه راز په هغو امریکایي اتباعو، چې اوس په ایران کې دي،‌ غږ شوی چې ژر تر ژره دې له ایران څخه ووځي. د امریکا او ایران ترمنځ د بندیانو دا تبادله نن دوشنبه وشوه.

د دغې تبادلې په اساس، د ایران د ګنګل شویو شتمنیو څخه یې شپږ میلیارد پرېښودل شوي ډالر د قطر بانک ته استول شوي، دا پېسې د جنوبي کوریا له لوري پرېښودل شوي. ایران په جنوبي کوریا باندې د تیلو د خرڅولو له درکه هلته شپږ میلیارد ډالر لرل، چې د امریکا د مخکني ولسمشر دونالډ ټرمپ له لوري په ایران د بندیز له لګولو ورسته ګنګل شول.

امریکایي چارواکي‌ وايي‌ له دغو پېسو څخه به یوازې د ایران ملت ګټه اخلي، حکومت نه.‌ ایراني مقامات وایي چې په امریکا کې په نیول شویو ایراني‌ اتباعو کې کامبیز عطار کاشاني او رضا سرهنګپور شامل دي. دوی دواړو په ایران باندې د امریکا د بندیزونو د سرغړونو په تور نیول شوي دي.

یو بل ایرانی کاوه لطف الله افراسیابي هم شته،‌ چې په ۲۰۲۱ کال کې د امریکا په باسټن کې په خپل کور کې ونیول شو. امریکایي چارواکي وايي دی د ایران د حکومت ایجنټ و. دوه نور نیول شوي مهرداد معین انصاري او امین حسنزاده بیا د ایران د امنیتي ځواکونو سره د تړاو په تور نیول شوي دي.‌

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل چې په دغو پنځو خوشې کېدونکو ایرانیانو کې به یې دوه ایران ته ستنېږي، دوه نور به یې په خپله خوښه په امریکا کې پاتې کېږي او درېیم ایرانی به یې یو بل هېواد ته ځي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG