د لاس رسي وړ اتصالات

د نړۍ یو پر دریمه وګړي د پخلي له غیر صحي لارو چارو کار اخلي – څیړنه


د یوې نوې څیړنې پایلو ښودلې چې د نړۍ نږدې یو پر دریمه برخه نفوس یعنی شاوخوا ۲.۳ میلیارده خلک اوس هم خپل خواړه په اور یا په عادي او لرغونو منقلونو پخوي چې لوګی تولیدوي او د دوی روغتیا او چاپیریال دواړو ته زیان رسوي.

د انرژۍ د نړیوالې ادارې او د افریقا د پرمختیايي بانک د ډلې په دغه ګډ راپور کې په کال کې د اته میلیارده ډالرو د لګولو غوښتنه کړې چې په وینا یې تر ۲۰۳۰ کال پورې ټولې کورنۍ د پخلي پاکو او خوندي سرچینو او طریقو ته لاسرسی ومومي.

د افریقا د پراختیایي بانک ډلې رئیس اکینوومي اډیسینا وویل: "د پخلي پاکې بڼې ته د لاسرسي نشتوالی د خلکو په روغتیا منفي اغیزې لري او د ځنګلونو د له منځه وړلو د دوام او د شنو خونو د ګازونو د زیاتوالي لامل کیږي."

په دې راپور کې اټکل شوی چې د لرګیو یا ‌ذغالو کارول هر کال د ۸۵ زره مربع کیلومترو په کچه د ځنګلونو د کمښت لامل کیږي.

د راپور له مخې، د سونګ لرګیو، ډبرو سکرو، کرهنیزو کثافاتو او د څارویو له کثافاتو سوځولو څخه رامنځته کیدونکی دود چې په عمده توګه د پخلی لپاره کارول کیږي هر کال ۳.۷ میلیون انسانان وژني چې په نړۍ کې د وخت څخه مخکې مړینو دریم لوی لامل بلل کیږي.

په دغه راپور کې ویل شوي، چې د پخولو یا پخلي پاکو سرچینو ته د نه لاسرسي له امله رامنځته کیدونکې ویجاړونکې اغېزې تر ډېره هغه ښځې ګالي چې هم د لرګیو د راټولولو او هم د خوراکي توکو د چمتو کولو مسوولیت په غاړه لري او دغه حالت هغوی له زده کړو او کار څخه لرې ساتي.

د نوې څیړنې د موندنو له مخې یوازې چین، هند او اندونیزیا د هغو خلکو نیمایي وګړي لري چې د پخلي خوندي او پاکو سرچینو او میتودونو ته لاس رسی نه لري، خو دغه وضعیت په افریقا کې هم مخ په خرابیدو دی. له بلې خوا په دې څېړنه کې راغلي چې د هېوادونو موجودې تګلارې به ونه شي کړای چې تر راتلونکو درېیو لسیزو پورې دا ستونزه هواره کړي.

د انرژۍ نړیوالې ادارې او د افریقا پرمختیایی بانک ډله استدلال کوي چې د ټولو خلکو لپاره د پخلي د پاکو او خوندي سرچینو د لاسرسي لپاره د دې دوه سازمانونو لخوا وړاندیز شوي اته میلیارده ډالر د هغه لګښت له یو سلنې څخه کم دي چې حکومتونو تیر کال د تیلو او نورو نفتي محصولاتو د سبسایډي لپاره تخصیص کړی و.

دغو دوو بنسټونو ویلي چې د پخلي پاکو میتودونو ته د لاسرسي د نشتوالي د ستونزې حل کول کومي ځانګړې تکنالوژۍ ته اړتیا نلري او یوازې د حکومتونو، پراختیایي بانکونو او نورو بنسټونو سیاسي ارادې ته اړتیا ده چې د بې وزلۍ او جنسیتي مساواتو د له منځه وړلو لپاره هڅې کوي.

XS
SM
MD
LG