د لاس رسي وړ اتصالات

برکات: عربستان باید د اسلامي نړۍ د 'اخلاقي رهبر' په توګه د اسرائیل او حماس شخړه حل کړي


په قطر کې د منځني ختیځ د چارو شنونکی سلطان برکات
په قطر کې د منځني ختیځ د چارو شنونکی سلطان برکات

په قطر کې د منځني ختیځ د چارو شنونکی سلطان برکات وایي، سعودي عربستان ته په کار ده چې د اسلامي نړۍ د "اخلاقي رهبر" په توګه خپل رول ولوبوي او د حماس او اسرائیل د جګړې د پراخېدو مخنیوی وکړي.

له امریکا غږ سره په مرکه کې برکات وویل: "دا د سعودي عربستان لپاره خورا مهمه ده چې د اسلامي نړۍ د اخلاقي رهبر په توګه له فرصت څخه په ګټې اخیستو، خپل ځان رامخې ته کړي."

په داسې حال کې چې په اسرائیل باندې د تیرې اونۍ د حماس د ناڅاپي برید وروسته، د حماس تر واک لاندې غزې تړانګې باندې د اسرائیل د پوځ بریدونه دوام لري، د روانې شخړې د ارامولو دپاره په رسنیو کې د عربي هیوادونو د رول په اړه هم بحثونه زیات شوي دي.

برکات په دې برخه کې د قطر رول هم مهم بولي، چیرې چې حماس سیاسي دفتر لري. برکات وايي، د قطر او حماس تر منځ د اړیکو پر اساس، د حماس ځینو مشرانو ته په قطر کې د اوسېدو اجازه ورکړل شوې ده،

د امریکا متحده ایالتونو پر اسرائیل باندې د حماس د برید وروسته د دواړو خواو تر منځ د جګړې په ترڅ کې ژمنه کړې چې له اسرائیلو به هیڅ ډول مرستې و نه سپموي.

په دې اړه چې ایا امریکا به د قطري چارواکو څخه په دغه هېواد کې د حماس د دفتر د تړلو غوښتنه وکړي، برکات وویل: "دا دفتر د حماس سره اوس یوازینی ارتباطي چینل دی. او وضعیت ته په کتو، په ځانګړې توګه، د بندیانو شمیر ته په پام سره چې حماس دا مهال ساتلي دي. دوی باید یو څه اړیکه ولري، او دا د دې لپاره یوازینۍ لاره ده."

اسرائیل او غربي هېوادونو پر ایران تور لګولی چې په روانه جګړه کې یې د حماس ملاتړ کړی دی. برکات وايي، له حماس سره د ایران مرسته ورته د حیرانتیا خبره نه ده خو په جګړه کې د اوس دپاره د ایران ښکېلتیا شونې نه بولي.

برکات وویل: "که ایران غوښتل چې اسرائیل ته زیان ورسوي، په لومړیو ٢۴ ساعتونو کې به یې غبرګون ښودلی وای کله چې اسرائیل د بریدونو له امله سخت هېښ و. مګر حقیقت دا دی چې دوی په لومړیو ٢۴ ساعتونو کې هیڅ نه دي کړي، او تر اوسه پورې دوی په حزب الله فشار ته دوام ورکړی چې په جګړه کې له ګډون نه ډډه وکړي."

د برکات په خبره، د قطر ترڅنګ بل هیواد چې د حماس سره اړیکه لري هغه مصر دی. نوموړی د مصر او غزې تر منځ د رفاه بندري لارې له کبله، د مصر ښکېلتیا مهمه بولي.

برکات وویل: "شاوخوا ۵۰۰ اروپايي اتباع او یا هم مرستندویه کارکوونکي او رضاکاران اوس مهال په غزه کې بند پاتې دي او ټول د رفاه بندر ته د وتلو فرصت ته په تمه دي." د نوموړي په خبره ددغو وګړو د وتلو لپاره د رفاه لاره او دغه راز د مصر ښکېلتیا مهمه ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG