د لاس رسي وړ اتصالات

کنزاس ښار د امریکايي فوټبال اتلولي وګټله


د کنزاس چیفز مخکښ لوبغاړی پټریک ماهومز
د کنزاس چیفز مخکښ لوبغاړی پټریک ماهومز

د امریکایي فوټبال په پایلوبه یا سوپربول کې، د یکشنبې په ورځ فبروری ۱۲ (سلواغې ۲۳) کنزاس چیفز لوبډلې د فلاډلفیا ایګلز لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د سوپربول لوبه چې هر کال د فبروري په میاشت کې ترسره کیږي، په امریکا کې خورا ډیر مینوال لري.

د امریکا د فوټبال لیګ (NFL) چې د هر کال په دوبي کې پیل کیږي، د راتلونکي کال د فبروري په میاشت کې د سوپر بول لوبې سره پای ته رسیږي.

د کنزاس ښار لوبډله په تېرو څلورو کلونو کې د فوټبال په ملي لیګ کې تر ټولو بریالۍ لوبډله وه.

د یکشنبې ورځې په لوبه کې د کنساس چیفز په وروستیو اتو ثانیو کې د فلاډلفیا ایګلز لوبډلې ته ۳۸ پر ۳۵ حیرانوونکې ماتې ورکړه. د لوبې تر پایه تمه کیده چې سږکال به د فلاډلفیا ایګلز دا لوبه وګټي خو پایله د تمو خلاف راغله.

د کنزاس ایالت خلک د خپلې لوبډلې بری نمانځي.

د امریکایي فوټبال پایلوبه د سلګونو میلیونو ډالرو لوبه ده، چې سږکال د اریزونا په ایالت کې تر سره شوه او د یو ټکټ بیه یې په اوسط ډول ۶۸۰۰ ډالر وه.

په تلویزیون کې ددغې لوبې د نشر پر وخت د ۳۰ ثانیو یو تجارتي اعلان تر اوو میلیون ډالر لګښت لري.

د ایګلز لوبډلې مینه وال، جورج پالیس، وویل: "که ټکټ تر ۱۰ زره ډالر پورته وای، نو دا به زما لپاره ستونزمنه وه، مګر له ۵۰۰۰ څخه د کم ټکټ وس لرم. ما موټر او په هوټل کې خونه هم کرایه کړې ده. په فینکس کې به ډوډۍ هم خورم ، نو ښایي ما ته اته او یا نهه زره ډالر تمام شي."

د سږکال کال سوپر بول لوبې د اریزونا ایالت ته په سلګونو میلیونه ډالر ګټه ورسوله.

XS
SM
MD
LG