د لاس رسي وړ اتصالات

سټاکهولم کې د قران سوزولو پلان؛ عراقیانو د سویډن سفارت ته اور واچوه


په عراق کې د سویډن د سفارت پر وړاندې مظاهرې
په عراق کې د سویډن د سفارت پر وړاندې مظاهرې

عراق د پنجشنبې په ورځ جولای ۲۰ (چنګاښ ۲۹) وروسته له هغه چې مظاهره کوونکو په بغداد کې د سویډن پر سفارت باندې د شپې له خوا برید وکړ او ویې سوځاوه، دغه هیواد ته خبرداری ورکړ چې که په سټاکهولم کې د قرآن د سوځولو مظاهرې ته اجازه ورکړل شي، دپلوماتیکي اړیکې به ورسره پرې کړي.

د عراق صدراعظم محمد شیعه السوداني څو ساعته وروسته له هغه چې په سلګونو مظاهره کوونکي د سویډن سفارت ته ننوتل، ودانیو ته یې اور واچاوه او د بلوا ضد پولیسو سره یې نښته وکړه، د کابینې د یوې بیړنۍ غونډې مشري وکړه.

د عراق حکومت د سویډن پر سفارت برید په کلکه غندلی، خو سویډن ته یې خبرداری هم ورکړی، چې که د قرآن د سوځولو لاریون ته چې ټاکل شوې د ورځې په اوږدو کې ترسره شي، اجازه ورکړي، نو دپلوماتیکې اړیکې به ورسره وشلوي.

د عراق د صدراعظم محمد شیعه السوداني د دفتر لخوا په یو بیان کې ویل شوي چې بغداد سټاکهولم ته خبر ورکړی چې "د سویډن په خاوره کې د قران د سوځولو د پیښې تکرار به د ډیپلوماتیکو اړیکو پرې کول ایجاب کړي."

په بیان کې همداشان ویل شوي، "د بیان د آزادۍ په پلمه د اجازې ورکول، پارونکي او د نړیوالو میثاقونو او نورمونو چې د مذهبونو او عقایدو په درناوي ټینګار کوي خلاف ګڼل کیږي. دا ډول کړنې سولې ته ګواښ ګڼل کیږي او د تاوتریخوالي او نفرت کلتور هڅوي."

په سټاکهولم کې د عراق له سفارت څخه بهر د قرآن سوځول په ځايي وخت د ماسپښين په یوه بجه د سويډني مقاماتو لخوا د بيان د آزادۍ په اساس منظور شوي وو.

د جون په ۲۸مه په سویډن کې میشت عراقي مهاجر سلوان مومیکا هم د سټاکهولم له جومات بهر د قرآن کریم پاڼې سوځولې وې، چې په ټوله اسلامي نړۍ کې یې د قهر او غصې څپې راوپارولې.

مومیکا پر فیسبوک د سویډني رسنیو راپورونه تائید کړي چې هغه د پلان شوې غونډې یو له تنظیم کونکو څخه دی، چې دوی د عراق د بیرغ د سوځولو پلان هم لري.

په سویډن کې د قرآن د سوځولو د پلان شوي عمل په غبرګون کې عراقیان په غوسه شوي او د عراق د مذهبي مشر مقتدا الصدر پلویانو په بغداد کې مظاهرې وکړې. یو شمېر لاریون کوونکو د قرآن کریم نسخې او د مقتدا الصدر د پلار عکسونه له ځانه سره لیږدول.

د سویډن د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په بغداد کې د دغه هېواد سفارت د اورلګېدنې له پېښې وروسته خوندي دی. دغه وزارت زیاته کړه: "د عراق مقامات د دپلوماتیکو ماموریتونو او د هغوی د کارکوونکو د ساتنې مسوولیت لري او پر سفارتونو او دپلوماتانو بریدونه د ویانا له کنوانسیون څخه جدي سرغړونه ده."

XS
SM
MD
LG