د لاس رسي وړ اتصالات

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د قرآن سوځول وغندل 


د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د چهارشنبې په ورځ جولای ۱۲ ( چنګاښ ۲۱) د قرآن د نسخو د سوځولو وروستۍ پېښې وغندلې، خو ډېرو هیوادونو د بیان ازادۍ د تر پښو لاندې کېدو له وېرې د دغه اقدام د ملاتړ کولو څخه ډډه وکړه.

پاکستان او د اسلامي همکاريو سازمان نورو هېوادونو دغه پرېکړه ليک وروسته له هغه تصويب کړ، چې په سويډن کې مېشت ٣٧ کلن عراقي سيلوان موميکا د جون په ٢٨مه، چې د لوى اختر له لومړۍ ورځې سره سمون درلود، د قرآن يوه نسخه د سویډن په پلازمینه ستاکهولم کې د تر ټولو لوی جومات مخې ته وسوځوله.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا دغه پرېکړه ليک په ٢٨ موافقو، ١٢ مخالفو او اوو ممتنع رايو سره تصويب کړ.

که څه هم دغه پرېکړه ليک په پرېکنده رايو او چک چکو سره تصويب شو، خو د امريکا په ګډون لويديځ هېوادونه وايي، چې پدې هکله د يوې ډیرې متحدې اجماع د ترلاسه کولو لپاره بايد زياتې خبرې اترې شوي واى.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د امریکا سفیرې میشل ټېلر ویلي چې په ډېر وخت او ازاد بحث سره یوې موافقې ته رسیدلای شي. هغې زیاته کړه: "له بده مرغه زموږ اندیښنې جدي ونه نیول شوې."

میرمن ټیلر وویل: "زه واقعاً متاسف یم چې دې شورا نن په یو غږ سره د هغه څه په غندلو خبرې ونکړي چې موږ ټول موافق یو چې د مسلمانانو په وړاندې د کرکې وړ عملونه دي او په عین حال کې د بیان ازادۍ ته هم درناوی وکړي."

خو په دې شورا کې د پاکستان سفير خليل هاشمي چې د اسلامي همکاريو د سازمان په استازيتوب يې خبرې کولې وويل، چې دغه پرېکړه ليک د بيان د ازادۍ د محدودولو په لټه کې نه دى، بلکې موخه يې د انډول رامنځته کول دي.

هغه وويل: "له بده مرغه يو شمېر هېوادونو پرېکړه کړې، چې د مذهبي کرکې د مخنيوي او له هغې سره د مقابلې لپاره له خپل مسووليت څخه ډډه وکړي."

د پریکړه لیک متن "قرآن ته د سپکاوي لپاره علني او مخکې له مخکې پلان شوي اقداماتو" په ګډون هر ډول مذهبي کرکه غندي او د مسؤلینو سره د حساب کولو په اړتیا ټینګار کوي.

بريتانيا، امريکا، د فرانسې او جرمني په ګډون د اروپايي اتحاديې هېوادونو، کوسټاريکا او مونټينيګرو دغه پرېکړه ليک ته منفي رايه ورکړه.

بنین، چیلي، مکسیکو او نیپال دې پریکړه لیک ته ممتنع رایه ورکړه او ارجنټاین، چین، کیوبا، هند، سویلي افریقا، اوکراین او ویتنام د دې پریکړه لیک ملاتړ وکړ.

XS
SM
MD
LG