د لاس رسي وړ اتصالات

سویډن وايي ترکیې ژمنه کړې په ناټو کې یې غړیتوب په څو اونیو کې تصویب کړي


د سویډن د بهرنیو چارو وزیر توبیاس بلستروم (چپ) او د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان (ښۍ) په بروکسل کې د ناټو په غونډه کې.
د سویډن د بهرنیو چارو وزیر توبیاس بلستروم (چپ) او د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان (ښۍ) په بروکسل کې د ناټو په غونډه کې.

د سویډن د بهرنیو چارو وزیر د چهارشنبې په ورځ نومبر ۲۹ (لیندۍ اتمه) وویل چې د هغه ترکي سیال ژمنه کړې چې انقره به "په څو اونیو کې" په ناټو کې د سویډن غړیتوب تصویب کړي.

ترکیه او هنګري د شمالي اتلانتیک تړون (ناټو) یوازیني دوه غړي دي چې په دې تړون کې یې د سویډن له یو ځای کېدو سره مخالفت ښودلی.

سویډن ۱۸ میاشتې وړاندې په ناټو کې د غړیتوب غوښتنه وکړه.

د سویډن د بهرنیو چارو وزیر توبیاس بلستروم د بلجیم په پایتخت بروکسل کې د ناټو په غونډه کې وویل: "ما له خپل همکار د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان سره دوه اړخیزه خبرې وکړې او هغه راته وویل چې هغه تمه لري چې په څو اونیو کې به دا تصویب شي."

بلستروم همدارنګه وویل: "موږ د دې کار بشپړېدو ته سترګې په لار یو. په دې خبرو کې د ترکیې د حکومت له خوا کوم نوي شرطونه او غوښتنې نه دي وړاندې شوي."

د ترکیې پارلمان په روانه میاشت کې په ناټو کې د سویډن د شاملېدو په اړه بحث پیل کړ. د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د تیرې جولای په میاشت کې د ناټو له غونډې وروسته، دا موضوع پارلمان ته وړاندې کړې وه.

له ترکیې او هنګري پرته د ناټو نورو ۲۹ متحدینو، تمه لرله چې په بروکسل کې د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې، په رسمي توګه په دې اتحاد کې د سویډن د ګډون هرکلی وکړي.

خو ددې موضوع په اړه خبرې لا هم د ترکیې په پارلمان کې په ټپه ولاړې دي.

سویډن او د هغه ګاونډي هېواد فنلنډ د ۲۰۲۲ په فبروري کې پر اوکراین د روسیې له یرغل وروسته خپله اوږدمهاله د نه پیوستون پالیسي پریښوده، او په ناټو کې یې د شاملیدو غوښتنه وکړه.

فنلنډ په اپریل کې د ناټو یودېرشم غړی شو.

د ناټو غړو د بروکسل په غونډه کې پر ترکیې فشارونه زیات کړل او فرانسې وویل چې د دې اتحاد اعتبار په "خطر کې دی."

بلستروم وویل، هنګري خپله ژمنه بیا تکرار کړې چې دغه هېواد به وروستی نه وي چې په ناټو کې د سویډن غړیتوب تصویب کړي.

هغه وویل: "د دې معنی دا ده چې دا موضوع تر ډېره د بوداپست پر ځای د انقرې په لاس کې ده... د انقرې د هوکړې سره هم مهاله موږ د بوداپست له لورې د تائید هیله لرو."

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG