د لاس رسي وړ اتصالات

د اردوغان شرط: تاسو ترکیه اروپايي ټولنې کې ومنئ، موږ به سویډن په ناټو کې ومنو 


د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان نن دوشنبه جولاۍ لسمه (چنګاښ ۱۹) وویل چې په ناټو کې به د سویډن د غړیتوب غوښتنه هغه وخت ومني،‌ چې په اروپايي ټولنې کې د ترکیې د غړیتوب اخیستلو لپاره لاره پرانیستل شي.

اردوغان وویل هغه مشران، چې په اروپايي ټولنې کې یې د ترکیې د غړیتوب مخه نیولې، له ترکیې څخه غواړي چې په ناټو کې د سویډن غړیتوب تائید کړي.

نوموړي وویل: «تقریبآ د ناټو ټول غړي‌ د اروپايي ټولنې غړي‌ دي. همدغو هېوادونو ته یې وایم، هغو هېوادونو چې ترکیې یې مجبوره کړې چې ۵۰ کاله انتظار وکړي، د ویلینوس په غونډه کې به بیا ورته مخامخ ووایم. لومړی په اروپايي‌ ټولنې کې د ترکیې لپاره لاره خلاصه کړئ‌ او بیا به موږ په ناټو کې د سویډن د غړیتوب اخیستلو لپاره لاره خلاصه کړو، هماغسې چې مو د فنلنډ لپاره لاره خلاصه کړه.»

د ترکیې ولسمشر وویل چې د متحدو ایالتونو له ولسمشر جوبایډن سره یې په تیلیفوني‌خبرو کې هم همدا یادونه وکړه. جوبایډن بریتانیا ته تر روانېدو مخکې په ناټو کې د سویډن د غړیتوب په اړه له اردوغان سره خبرې وکړې. د ناټو ټول غړي‌ باید تائید کړي چې سویډن د دغه تړون غړی شي.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د شورا مشاور جیک سولیوان وویل: «نشم ویلای چې دا به څومره لېرې او څومر نژدې وشي، خو یوه خبره کولای شم موږ په دې باور لرو چې سویډن باید ژر تر ژره ناټو غړی شي. موږ باور لرو چې باید د دې کار لپاره یوه لاره وي.»

د ناټو غړو هېوادونو په ترکیې باندې فشارونه زیات کړي‌ و،‌ چې په لیتوانیا کې د ناټو تر سرمشریزې مخکې د سویډن غړیتوب تائید کړي‌. اردوغان په سویډن کې د قران سوځولو په دوو پېښو هغه هېواد ته خبرداری ورکړی و چې په داسې کارونو باندې دې له انقرې څخه د خیر تمه نکوي.

ټاکل شوې چې اردوغان نن د لتوانیا دویلنیو په ښار کې د سویډن له صدراعظم اولف کریسترسون سره وویني.

په اروپايي ټولنې کې غړیتوب

ترکیې په لومړي ځل په ۱۹۸۷ په اروپايي‌ ټولنې کې دغړیتوب ترلاسه کولو غوښتنه وکړه. ترکیه په ۱۹۹۹ کال کې د اروپايی ټولنې ته کاندیده شوه او په ۲۰۰۵ کال کې یې په دغې ټولنې کې د غړیتوب ترلاسه کولو لپاره رسمي خبرې پیل کړي.

اردوغان وویل چې د ناټو غړو ته به ووايي: «زموږ هېواد غوښتنې لري. موږ نور له دغو توقعاتو سره معامله نشو کولای، څه باندې ۵۰ کاله کېږي [چې انتظار کوو]. موږ ترکیه یو، ‌نه یو عادي‌ هېواد.»

د ترکیې ولسمشر تر دې مخکې دا خبره کړې وه چې سویډن د افراطیانو په ستنولو کې په خپلو ژمنو عمل نه دی کړی.

XS
SM
MD
LG