د لاس رسي وړ اتصالات

د سوریې د بهرنیو چارو نوی وزیر ایران ته: سوریه کې ګډوډي مه جوړوئ


\
\

د سوریې د بهرنیو چارو نوي ټاکل شوي وزیر، اسد حسن الشیباني سه شنبه ډسمبر ۲۴ ( مرغومي څلورمه) ایران ته خبرداری ورکړی چې پدې هیواد کې دې ګډوډي نه پیدا کوي بلکې د ولس ارادې او د سوریې خودمختارۍ ته دې درناوی وکړي.

ښاغلي شیباني د ایکس په ټولنیزه شبکه کې دا خبرداری وروسته تر هغه ورکړ چې د ایران روحاني مشر، ایات الله علي خامنه اي د سوریې له ځوانانو وغوښتل د هغو کسانو په خلاف په "ټینګه ودریږي" چې د هغه په قول په سوریه کې اوسنۍ نا امني پیدا کړې.

د سوریې د بهرنیو چارو وزیر د خامنه اي دې څرګندونو ته په غبرګون کې لیکلي، "ایران باید د سوریې د ولس ارادې او د دې هیواد امنیت او خودمختارۍ ته درناوی ولري. مونږ ورته خبرداری ورکوو چې سوریه کې دې ګډوډۍ نه خپروي او د تازه څرګندونو عواقبو له کبله به یې مسؤل وبولو".

سره لدې چې د سوریې دې تر ټولو لوړ پوړي دیپلومات پخپلې لیکنې کې د خامنه اي یا بل کوم ایراني چارواکي نوم ندی یاد کړی خو د ایران روحاني مشر په تلویزیونې وینا کې ویلي چې په سوریه کې د ځوانانو ښوونځي، پوهنتونونه، کورونه او کوڅې خوندي ندي.

هغه هیله څرګنده کړې چې په سوریه کې به "یوه قوي او با وقاره ډله پیدا شي".

بشارالاسد چې شعیه علوي دی، کورنۍ یې څه باندې ۵۰ کاله پداسې هیواد واکمني درلوده چې اکثریت وګړي یې سنیان دي.

په سوریه کې د کورنۍ جګړې پیل راهیسې ایران او روسیه د بشارالاسد تر ټولو نږدې متحدین و خو د روانې ډسمبر میاشتې په ۸ مې چې د اسد رژیم ړنګ او واک یاغیانو ته په لاس ورغلی، په سیمې کې د ایران د نفوذ په هکله هم پوښتنې پیدا شویدي.

ایران د اسد رژیم په ننګه میلیاردونه ډالر لګولي او د هغه په واک کې د پاتې کیدو لپاره یې نه یوازې نیابتي شعیه ډلې بلکې د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونه یې هم دې هیواد ته استولي و.

په سوریه کې د اسد رژیم ړنګیدل په سیمې کې د هغه سیاسي او نظامي اتحاد لپاره غټه ضربه ده چې ایران یې د "مقاومت محور" بولي او په منځني ختیځ کې د متحده ایالاتو او اسرائیل سره مخالفت لري.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG