د سوریې د موقت حکومت مشر احمد الشرع د بشارالاسد د واکمنۍ له نسکورېدو راوروسته په خپل لومړي بهرني سفر کې د یکشنبې په ورځ، فبروري دویم (سلواغې ۱۴) سعودي عربستان ته تللی دی.
د فرانس پرس اژانس د سعودي عربستان د دولتي رسنۍ الاخباریه له قوله راپور ورکړی چې له هغه سره په دې سفر کې د سوریې د بهرنیو چارو وزیر اسد الشیباني هم مل دی او عربستان ته په رسېدو سره د سعودي چارواکو یې تود هرکلی کړی دی.
دغې شبکې ویلي چې ټاکل شوې شرع د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره وګوري خو د دې لیدنې د وخت په اړه یې څه نه دي ویلي.
د سوریې دولتي خبري اژانس سنا هم راپور ورکړی چې دواړه به له محمد بن سلمان سره په پایتخت ریاض کې وویني خو په دې اړه یې ډېر جزئيات نه دي ورکړي.
د سوریې د موقت حکومت د مشر دفتر له دې وړاندې د ایکس په ټولنیزه شبکه کې د شرع او شیباني انځور خپور کړی چې په یوې شخصي الوتکه کې سعودي عربستان ته په لاره دي او دا یې د نوموړي لومړی رسمي سفر بللی دی.
احمد الشرع چې د اسلامپالې ډلې په مشرۍ یې د ۲۰۲۴ په ډسمبر کې د بشارالاسد واکمني نسکوره کړه د تېرې چهارشنبې په ورځ د سوریې د موقت ولسمشر په توګه غوره شو.
د سعودي عربستان پاچا سلمان او د هغه زوی محمد بن سلمان په هغو لومړنیو کسانو کې و چې د موقت ولسمشر په توګه یې الشرع ته مبارکي وویله. د سوریې چارواکي تمه لري چې د خلیج شتمن هېوادونه د جنګ ځپلې سوریې او د دې هېواد د اقتصاد په بیارغونه کې ورسره مرسته وکړي.
د تېر عیسوي کال د ډسمبر په وروستیو کې الشرع د سعودي له یوې رسنۍ العربیه سره په مرکې کې وویل چې په هېواد کې یې د پانګونې لوی فرصت برابر شوی او ویې ویل چې سعودي عربستان به د سوریې په راتلونکي کې مهم رول ولوبوي.
کارپوهان وايي چې ریاض له عربي هېوادونو او نړیوالې ټولنې سره د سوریې د اړیکو په جوړولو کې مهم رول لوبوي او د سوریې له ثبات څخه به په مستقیمه توګه ګټه پورته کړي.
په عین حال کې سوریه د نړیوالې ټولنې د بندیزونو چې له امله یې د دې هېواد اقتصاد ته زیان اوښتی دی د لرې کولو په تکل کې ده.
د متحده ایالاتو او اروپايي اتحادیې په ګډون لویدیځو قدرتونو په ۲۰۱۱ کال کې وروسته له هغې پر سوریې بندیزیونه ولګول چې بشارالاسد د حکومت ضد لاریونونه په ظالمانه توګه وځپل او په دې هېواد کې د کورنۍ جګړې د پیل لامل شو.
متحده ایالاتو په سوریه کې د کورنۍ جګړې څخه وړاندې پر دغه هېواد بندیزونه لګولي و. واشنګټن په ۱۹۷۹ کال کې سوریه د تروریستي ډلو څخه د ملاتړي هېواد په توګه وپېژنده او په ۲۰۰۴ کال کې یې پر دغه هېواد بندیزونه لا زیات کړل.
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان، تېره میاشت دمشق ته په خپل رسمي سفر کې وویل، چې ریاض غواړي د سوریې له نوې ادارې سره پر دې هیواد د لګېدلو نړیوالو بندیزونو په لرې کولو کې همکاري وکړي.
هغه زیاته کړه چې سعودي عربستان اوسمهال د سوریې هېواد په قضیې کې د ښکېلو هېوادونو، لکه متحده ایالات او اروپایي ټولنې سره "فعاله خبرې اترې" کوي او د دوی څخه "مثبت پیغامونه" ترلاسه کوي.
په سوریه کې له ۱۳ کلونو څخه د زیاتې مودې کورنۍ جګړې له امله څه باندې ۵۰۰ زره وګړي ووژل شول، د دې هېواد تاسیسات ویجاړ شول او میلیونونه سوریاییان بې وزله او د خپل هېواد پرېښودلو ته اړ شول.
فورم \ دبحث خونه