د لاس رسي وړ اتصالات

حسن روحاني: فشار نشي کولای ایران امریکا سره خبرو ته کینوي


د ایران ولسمشر حسن روحاني وايي ایران نغواړي چې په فشارونو سره د امریکا له متحده ایالتونو سره خبري وکړې.

نوموړي چې نن چهار شنبه ( د جون ۱۹ ) د هغه هیواد د دولتي ټلویزیون له لارې خبرې کولې وویل، تهران به هیڅ کله په اقتصادي فشارونو سره دې ته حاضر نشي چې له واشنګټن سره خبرې وکړي.

ښاغلي روحاني وویل:" له دې چې له یو طرفه پر موږ اقتصادي فشارو وارد کوي او له بلې خوا موږ مذکراتو ته دعوت کوي، دا هیڅ سیاستوال او عاقل کس ته معقوله نه ښکاري. فشارو سره مذکراتو ته دعوت د تسلیم مانا لري."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د سه شنبې په ورځ د ( جون په ۱۸ ) د امریکا د مرکزي قومندانۍ د مرکز تر کتلو وروسته ډاډ ورکړی چې جمهور رئیس ټرمپ له ایران سره جګړه نغواړي خو نوموړي زیاته کړه چې امریکا د هغه څه لپاره چې د ایران د تجاوز د مخنیوي لپاره باید وشي، چمتو ده.

مایک پمپیو وویل " زما د نن ورځې د ملاقات یو هدف دا و څو ډاډمن شو چی په دې برخه کې همغږي یو. د دیپلوماسۍ له لارې ستراتیژیکو نتایجو ته د رسیدو هدف چې جمهور رئیس ټرمپ موږ ته ټاکلي ټول پکې شریک یو خو د بهرنیو چارو وزارت لومړی مسولیت لري. که ایران کومه غلطه پریکړه وکړي نو پکارده چی موږ د ځواب ورکولو توانايي لرو".

په سنا کې د دیموکراتانو مشر چک شومر د ایران په وړاندې د ټرمپ د پالیسۍ په اړه ناهیلي او حیرانتیا ښودلې او تر اوسه یې د بهرنیو چارو وزارت د کارکوونکو له خوا د معلوماتو ورکول رد کړې او ویلي دي چې کانګرس غواړي په خپله جمهور رئیس وضاحت ورکړي.

د سنا مجلس مشر وايي د ټرمپ حکومت په یقین سره نغواړي له ایران سره جګړه وکړ خو هغه زیاته کړه چې په تیرو کلونو کې دا روښانه شوې چې د ایران ناوړه چلند له هغوی سره د نرمښت په کولو ندی بدل شوی.

ښاغلي مکانل زیاته کړه، د ایران له خوا جوړو شویو چاودیدونکو توکو په واسطه په افغانستان او عراق کې ډیر امریکایان وژل شویدی او د ایران شرارت د ۳۰ کلونو راهیسې ښکاره دی او دا مناسبه ده چې حکومت یې په وړاندې اقدام کوي.

د جرمني لومړۍ وزیرې انګلا مرکل ویلي قوي شواهد شته چې ښيي ایران تیره اوونۍ په خلیج کې د تیلو پر ټانکرونو په برید کې لاس درلود.

هغې همدارنګه د ۲۰۱۵ کال د اټومي قرار داد څخه د ایران د احتمالي سرغړونې د عواقبو په اړه خبرداری ورکړی خو زیاته کړې یې ده چې په خلیج کې په سوله ایز ډول د تشنج په پای ته رسیدو غوښتونکې ده.

XS
SM
MD
LG