د لاس رسي وړ اتصالات

روحاني: ایران په یو اړخیزه توګه اټومی قرارداد نشي عملي کولی


وروسته له هغه چې د امریکا متحده ایالات ایران ېې د پنجشنبې د ورځ د عمان په خلیج کې د تیلو د دوه ټانکرو په بریدونو تورن کړ.

د ایران ولسمشر حسن روحانې د شنبې په ورځ د تاجکستان پلازمینې دوشنبه کې د نړۍ د ځواکمنو هېوادونو ترمنځ له اټمي تړون څخه د واشنګټن د وتلو پرېکړې ته په اشاره وویل که د اټمي تړون لاسليکوونکې مثبت گامونه وانخلي، ایران به هم خپلې همکارې کمې کړي.

حسن روحاني وویل: ”واضع ده چې ایران نشي کولی چې په یو اړخیزه توګه دغه تړون ته متعهد پاتې شي. حتمي ده چې ددې ټرون ټولې خواوې یې په عملي کولو کې ونډه واخلي. “

ښاغلی روحانې دا خبرې په داسې حال کې کړي دي چې د امریکا متحده ایالتونو د دفاع وزارت سرپرست وزیر پترک شناهن ویلي چې واشنگتن په منځني ختیځ کې د تېلو پر څو ټانکرونو، د سعودي د تېلو پر نل لیکو او د هغه هېواد پر هوايي ډګر له پرله پسې برېدونو وروسته، اوس د نړېوالې ټولنې پر اتحاد حساب کوي.

د ایران او امریکا کړکیچ
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:31 0:00

پتریک شناهن د رسنیو سره په خبرو کې وویل: ”موږ په منځني ختیځ کې یو نړیوال ضیعت لرو، دا یوازې د متحده ایالاتو مسله نه ده. ځکه نو زما او د سفیر جان بولتن او د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو تمرکز ددی نړیوالې ستونزی لپاره د نړیوالې موافقی جوړول دي.”

پیټرک شناهن زیاته کړه چې د واشنګټن موخه دا ده چې د متحده ایاالتو پوځي قومندانان په سیمه کې د خپل ماموریت لپاره لازم سرچینې او ملاتړ ولري.

د امریکايي پوځ مرکزي قومندانۍ د یوې ویډیو په خپرولو سره ویلي چې دغه چاودنه د چسپکي ماین له امله رامنځته شوې ده. په دغه ویډیو کې لیدل کېږي چې د ایران د سپاه پاسداران پوځ کښتۍ د تېلو انتقالونکو یادو ټانکرونو ته په نژدې کېدو سره له یادو بېړیو څخه د یو شي د بېلولو هڅه کوي.

په امریکا کې منتقدین پدې باور دي چې که د ایران لخوا دا کړنې ادامه پیدا کړې نو ممکن د امریکا لخوا پر ایران فشار به نور هم زیات شي.

د تیلو پر ټانکرو برید نړیوال غبرگونونه یې هم را وپارولی. د برتانيې حکومت ويلي دي چې متحده ایالت ددې پیښو مسول ایران بولي، او هغوی ورسره موافق دي. عربي ټولنی هم ایران ته اخطار ورکړې چی خپلو کړنو باندې له سره غور وکړي. خو د روسیی حکومت د ایران څخه په ملاټر، امریکا د سیمې په بی ثبات کولو تورنوي.د ملگرو ملتونو عمومی منشي ددې پیښې په اړه د بیطرفه څیړنې غوښتنه کړې ده.

XS
SM
MD
LG