د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو کندهار کې سړک جوړونې یو شرکت ۴۳ کارکوونکي برمته کړي


چارواکي وايي وسله والو طالبانو کندهار کې د ډیورنډ کرښې سره نږدې د سړک جوړولو د یو شرکت ۳۳ کارکوونکي برمته کړي دي.
چارواکي وايي وسله والو طالبانو کندهار کې د ډیورنډ کرښې سره نږدې د سړک جوړولو د یو شرکت ۳۳ کارکوونکي برمته کړي دي.

په کندهار کې امنیتي چارواکي وايي، چې وسله والو طالبانو تیره شپه په دغه ولایت کې د ډیورنډ د کرښې په اوږدو د یوې سرحدي ولسوالۍ څخه د سړک جوړونې د یو افغان شرکت ۴۳ تنه امنیتي او تخنیکي کار کوونکي یرغمل کړي دي.

چارواکي وايي، چې پېښه تېره شپه د سپین بولدک او ښورابک ولسوالیو ترمنځ سیمه کې رامنځ ته شوې.

د کندهار د والي ویاند داود احمدي امریکا غږ اشنا راډیو سره په مرکه کې وویل، چې د یرغمل شویو کسانو د خلاصون په هڅه کې څلور تنه پوليس هم له وسله والو طالبانو سره په نښته کې وژل شوي دي.

د کندهار د والي ویاند وويل، چې وسله والو طالبانو د سړک جوړونې د دغه شرکت کار کوونکي، چې ۲۰ يې امنيتي او ۱۳ يې تخنیکي کار کوونکي دي نا معلوم لوري ته له ځان سره وړي دي.

ښاغلي احمدي وويل " تېره شپه یوه نیمه بجه د بولدک او ښورابک ولسوالیو ترمنځ د سړک د جوړونې پر یو شرکت وسله والو طالبانو حمله کړې د شرکت ۲۰ تنه امنیتي کسان ورته تسلیم شوي او وسله والو د هغوی په شمول د سړک جوړونې د شرکت ۱۳ تخنیکي کسان هم له ځان سره یرغمل کړي، خو کله چې پوليس د پېښې پر مهال تر خبریدو وروسته مداخله کوي په نښته کې زموږ څلور پوليس وژل شوي او یوتن مو ټپي دی".

د کندهار د سپین بولدک او ښورابک ولسوالیو ترمنځ د سړک د جوړیدو کار له تېر یوه کال راهیسې پيل شویدي.

د دې ۱۴۰ کیلو متره اوږد سړک د جوړیدو چارې د فوائد عامې د وزارت یو افغان قرار دادي شرکت له خوا پرمخ وړل کیږي.

تراوسه وسله والو طالبانو د دې پیښې په اړه تبصره نه ده کړې.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG