د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان وايي قطر کې پر دوو موضوعاتو خبرې روانې دي


طالبان وايي، د افغان سولې په تړوا د قطر د پرون ورځې په غونډه کې د دواړو لورو تخنیکي ټیمونو له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو پر وتلو خبرې وکړې.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن چهارشنبه د «کب پر۸مه» پر خپل ټوېټر لیکلي چې نن چهارشنبه به هم پر همدې موضوع خبرې دوام ولري.

نوموړي ویلي چې نن له غرمې وروسته به د دواړو لورو لخوا د افغانستان له خاورې ‌څخه چاته د ضرر نه رسولو پر څرنګوالې خبرې کېږي.

طالبانو ویلي چې ناستې مسلسلې دوام لري او غونډه د شیر محمد عباس ستانکزي په مشرۍ روانه ده.

د افغان سولې په تړوا د امریکايي پلاوي‌ او طالبانو ترمنځ پنځم پړاو غونډه تېره ورځ په د قطر مرکز دوحه کې پیل شوه.

بېلابېلو اړخونو دغه غونډه ځکه مهمه بللې چې د تېر په توپیر د طالبانو یو مهم مشر چارواکی ملا عبدالغني‌ برادر او لوړپوړي امریکايي چارواکي پکې ګډون لري.

داسې ویل کېږي چې کېداسي په دغه غونډه کې د افغان سولې په تړاو مهمې پرېکړې وشي.

طالبانو هم وړمه ورځ له امریکا غږ سره خبرو کې وویل چې له روانو مذاکراتو څخه د ښه نتیجې تمه لري.

د طالبانو یو ویاند سهیل شاهین امریکا غږ ته وویل چې د امریکا سره د مذاکراتو دوه هدفونه دي چې د ١٧ کلنې جګړې د ختمېدو لپاره مهم دي. وايي یو دا چې د افغانستان نه به بهرني ځواکونه ووځي او بل د افغانستان خاوره به کومه ترهګره ډله نه کاروي.

سهیل شاهین ویلي و چې ملا برادر په قطر کې په دغه یوه غونډه کې ګډون کوي، خو هغه دا واضحه نه کړه چې ایا ملا برادر به د خبرو په نورو پړاوونو کې ګډون وکړي او کنه

XS
SM
MD
LG