د لاس رسي وړ اتصالات

غني: اسلام اباد، تهران او مسکو د افغانستان د ولسمشر ټاکلو حق نه‌لري


ولسمشر محمد اشرف غني‌ وايي، د موقت حکومت په اړه په بهر کې جوړې شوي طرحې نتیجه نه ورکوي او ناکامېږي.

ښاغلي غني تېره شپه د لوی کندهار له ځوانانو سره د لیدنې پرمهال ویلي:"هغوی چې له ولسه وېره لري، د موقت حکومت خبرې کوي."

نوموړي ویلي چې د افغانستان ولسمشر افغانان ټاکي او زیاته کړې ده چې اسلام اباد، تهران او مسکو یې د ټاکلو حق نه لري.

ولسمشر غني پر داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي‌ استازي ضمیر کابلوف د ترکیې له اناتولي خبري اژانس سره تازه مرکه کې په یو ډول د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو له کاندید محمد حنیف اتمر څخه ملاتړ کړی دی.

کابلوف اتمر یو مشهور سیاست مدار بللی او زیاته کړې ده چې هغه له پراخ سیاسي ملاتړ څخه برخمن دی او له واشنګټن سره هم ښه اړیکې لري.

کابلوف ویلي:"هغه د افغاني معیارونو له‌مخې ډېر ښه دی، ستر مدیر دی، او د افغانستان ستونزو ته په حال لارو باندې پوهېږي."

دا په داسې حال کې ده چې د سولې په تړاو د مسکو ناسته کې یو شمېر افغان سیاسیونو هم د لنډمهالې حکومت رامنځته کېدو غوښتنه وکړه.

پر همدې مهال د افغانستان ولسمشریز ټاکنو ته ولاړ یو بل کاندید رحمت الله نبیل هم د ضمیر کابلوف څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي چې ښاغلی کابلوف له وخت مخکې کمپاین پیل کړی دی.

نبیل ویلي:"د روسیې د ولسمشر استازي ضمیر کابلوف مهالوېش ته په نه پاملرنې ډېر ژر کمپاین پیل کړی دی، هیله ده زموږ ځینې ګاونډیان د وخت مهالوېش ته احترام وکړي."

غني ویلي چې نړۍ یې په افغانستان کې سولې ته قانع کړې خو زیاته کړې ده چې سوله یوازې په کاغذ نه راځي، باید یو بل ومنو او د افغانستان راتلونکي ته طرحه او برنامه ولرو.

ولسمشر غني پر داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې په دې وروستیو کې د سولې په اړه په کور دننه او نړیواله کچه د افغان سولې په تړاو هڅې زیاتې شوي دي.

ټاکل شوې د روانې فبرورۍ میاشتې پر ۲۵مه نېټه په قطر کې د افغان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي‌ استازي زلمي خلیلزاد او طالبانو تر منځ بله ناسته تر سره شي.

  • د لوی کندهار له ځوانانو سره د غني لیدنه

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، هر هغه چا چې د لوی کندهار بچیان بېسواده ساتلي، دا یې له وطن سره لویه جفا کړې ده او دوی په تېرو کلونو کې د شوي ظلم جبران غواړي.

ښاغلی غني پر داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې د تېرې پنجشنې په ورځ د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د لوی کندهار ځوانانو ته وینا پرمهال وویل چې په کندهار کې ۹۷ په هلمند کې ۷۷ زابل کې ۵۹ او ارزګان کې ۷۳ ښوونځي د زده کوونکو پر مخ تړل شوي دي.

ولسمشر غني په دغه لیدنه کې ویلي چې دوه جلا کمېسیونونه دې په دوه اونیو کې د لوی کندهار د معارف او روغتیایي ستونزو د حل لپاره عملي وړاندیزونه ورسره شریک کړي.

XS
SM
MD
LG