د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان وايي لسګونه کسان چې په غیر قانوني توګه بهر ته تلل نیولي


عکس(ارشیف)
عکس(ارشیف)

په کابل کې د طالبانو حکومت وايي هغه ۴۰ تنه یې نیولي چې په غیر قانوني ډول یې د هوا له لارې بهر ته د تللو هڅه کوله.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد تیره شپه جنورۍ ۲۴(سلواغې څلورمه) په خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې یاد کسان په بلخ ولایت کې نیول شوي دي.

نوموړي زیاته کړې چې د نیول شوو کسانو څخه ځیني یې تر لنډ توقیف وورسته خوشي شوي او په خبره یې ځینې انجونې چې کورنۍ یې نه دي حاضرې شوي له طالبانو سره په توقیف کې دي.

هغه زیاته کړې: "نن په بلخ کې هغه ۴۰ تنه ونیول شول چې په غیر قانوني توګه یې د هوا له لارې بهرته د تلو هڅه کوله. یاد کسان دپلټنو لپاره لنډمهاله توقیف شول څه یې بیرته خوشې شول، خو هغه انجونې لا هم په توقیف کې دي چې وارثان یې لاندي حاضر شوي، د انجونو لپاره په ښځینه توقیف خونو کې انتظام شته."

تر دا مهاله معلومه نه ده چې یاد کسان کومو بهرنیو هیوادونو ته د تګ نیت درلود.

په افغانستان کې د نظام تر بدلون وروسته د امریکا متحده ایالاتو په ګډون یو شمېر بهرنیو هیوادونو د خپلو افغان همکارانو د ایستلو بهیر پیل کړی چې یو شمېر ایستل شوي او ځینې لا هم په دغه هیواد کې پاتې دي.

یادو هیوادونو ویلي چې لومړیتوب په شرایطو برابر هغو کسانو ته ورکول کیږي چې قانوني اسناد ولري.

د طالبانو حکومت تر دې مخکې ویلي و هغه کسان چې پاسپورت او قانوني اسناد ولري کولای شي چې بهر ته ولاړ شي.

XS
SM
MD
LG