د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: نړیوال هوایي شرکتونه دې بېرته افغانستان ته الوتنې پیل کړي


د کابل هوايي ډګر
د کابل هوايي ډګر

طالبانو افغانستان ته د نړیوالو الوتنو د بېرته پیل کیدو غوښتنه کړې او د بهرنیو هوایي شرکتونو سره یې د هر ډول همکارۍ ژمنه کړې ده.

د طالبانو د کابینې د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ سپتمبر ۲۶ (تلې ۴) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د کابل په هوایي ډګر کې ټولې موجودې ستونزې حل شوې دي.

د امریکا د متحده ایالاتو په مشرۍ د افغانستان څخه د تخلیې د ماموریت د پای ته رسیدو وروسته د کابل هوایي ډګر د نړیوالو الوتنو پرمخ تړل شوی و او په څو تیرو اونیو کې ددې هوایي ډګر څخه د مسافر وړونکو الوتکو یواځې څو پروازونه ترسره شوي دي.

د پوځي تخلیې د عملیاتو په ترڅ کې چې په لسګونو زرو کسانو د افغانستان څخه د وتلو لپاره د کابل په هوایي ډګر یرغل وکړ ددې هوایي ډګر ځېنې برخې سختې تاواني شوې او د قطر او ترکیې تخنیکي ټیمونو د څو ورځو په ترڅ کې ددې میدان د بیرته فعالولو لپاره هڅې وکړې.

پداسې حال کې چې د پاکستان د نړیوال هوایي چلند په ګډون یو شمیر بهرنیو هوایي شرکتونو د کابل له هوایي ډګر څخه یو لړ معدود پروازونه کړي دي رپوټونه وایي چې د الوتنو د ټکټونو بیه څو چنده لوړه شوې ده.

د طالبانو د سرپرستې کابینې د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ویلي چې د نړیوالو پرړازونو ځنډیدل له هیواد څخه بهر د افغانانو د سرګردانۍ او هم د هغو کسانو د سفر کولو مخه نیولې چې له افغانستان څخه بهر سفر کوي.

ښاغلي بلخي ویلي چې د کابل د هوایي ډګر د ستونزو په حل کیدو سره اوس دغه هوایي ډګر په بشپړه توګه داخلي او نړیوالو الوتنو ته تیار دی.

په افغانستان باندې د برلاسي کیدو وروسته طالبان د سخت اقتصادي کړکیچ سره مخامخ دي او همداشان په دې ډلې باندې نړیوال فشارونه زیات شوي دي چې بشري حقونو ته درناوی وکړي.

XS
SM
MD
LG