د لاس رسي وړ اتصالات

د رئیسي خبرداري ته د طالبانو غبرګون: دا ډول څرګندونې باید تکرار نشي


د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د هلمند د اوبو د حقابې په اړه د ایران د جمهور رئیس ابراهیم رئیسي وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، چې دا ډول څرګندونې د دوه هیوادونو ترمنځ سیاسي فضا خرابولی شي او د هيڅ طرف په ګټه نه دي او باید، چې تکرار نشي.

رئیسي د پنجشنبې په ورځ مۍ ۱۸ (غوايي ۲۸) خبریالانو ته وویل چې د طالبانو حکومت دي د ایران د حکومت منطق عادی و نه ګڼي او تهران د هلمند سیند څخه د اوبو د خپل حق په اړه "ډیر جدي"‌ دی.‌

د ایران جمهور رئیس ابراهیم رئیسي د دغه هېواد وچکالۍ ځپلي جنوب ختیځ ته د سفر پر مهال وویل: "زه د افغانستان واکمنانو ته خبرداری ورکوم چې سمدستي دې د سیستان-بلوچستان خلکو ته د دوی د اوبو حق ورکړي".

د ښاغلي رئیسي د دغو څرګندونو څو ساعته وروسته د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د پنجشنبې د ورځې ناوخته مۍ ۱۸ (ثور ۲۸) د خپل ټویټر په پاڼه په خپره کړې اعلامیه کې وویل، چې د افغانستان او ایران ترمینځ د اوبو تړون په ۱۳۵۱ لمریز کال کې لاسلیک شوی، تر اوسه پخپل ځای دی او طالبان ژمن دی چې په شوو تعهداتو باندې عمل وکړي.

ذبیح الله مجاهد ویلي: "ایراني چارواکي د هلمند د اوبو په اړه باید لومړی خپل معلومات له قانوني لارو تکمیل کړي، وروسته بیا په مناسبو الفاظو خپله غوښتنه مطرح کړي، دا چې واقعیت سم نه وي مطالعه شوي، او داسې څرګندونې مخې ته راځي چې د دوه وروڼو او مسلمانو هیوادونو د خلکو او هیوادونو ترمينځ سیاسي فضا خرابولی شي، دا د هيڅ جهت په ګټه نه ده او باید تکرار نشي."

د طالبانود حکومت په اعلامیه کې ویل شوي، چې په وروستیو کلونو کې په افغانستان او سیمه کې سخته وچکالي تیره شوې، د اوبو سطحه ټيټه شوې، د هلمند د سیند په ګډون د افغانستان ډیر ولایتونه اوسيمې له وچکالۍ څخه کړيږي او کافي اوبه نشته دی.

په دې اعلامیه کې ویل شوي: "اسلامي امارت یوځل بیا ژمنه کوي چې د هلمند د اوبو د تړون په نظر کې نیولو سره ټوله هڅه کوي چې ایراني ولس ته د هغوی سره ژمنه شوې اوبه ورته پریښودل شي، خو په دې شرط چې زموږ د اوبو زیرمې هغې کچې ته ورسیږي چې که یې ایران ته ورخوشي کړو نو د هلمند په وچ رود کي به په سوونو کلیومتره لار ووهي او ایران ته به ورسیږي حال داچي فعلا د کمال خان بند کي هیڅ اوبه شتون نه لري او د کجکي بند لیږې اوبه که ورخوشي شي تر هغه ځایه نه رسیږي، نو په کار ده چي ایراني لوری دا حقایق درک کړي".

رئیسي وویل چې افغانستان باید ایراني کارپوهانو ته اجازه ورکړي چې د کمال خان بند کې د اوبو د وضعیت څخه "مستقیمه" لیدنه او ارزونه وکړي، او زیاته یې کړه چې "د وخت په تیریدو سره ستونزه نه حل کیږي".

هغه همدا راز وویل: " کله کله اوریدل کیږي‌ چې بند کې چندانې اوبه نشته یا بند په دربځاله بدل شوی دي. د افغانستان واکمنان باید زموږ کارپوهانو ته اجازه ورکړي چې ددې خبرې ارزونه وکړي. که زموږ کارپوهان د اوبو کمښت تائید کړي، موږ څه نه وایو، او که نه زموږ د خلکو د حق ضایع کېدو اجازه به چاته ورنکړو ".

د ایران جمهور رئیس زیاته کړه، سره له دې، چې د اوبو مسله یوه نړیواله او سیمه ییزه موضوع ده، خو د هغه حکومت به له افغانستان سره پر ګډه پوله د خپلو ټولو وګړو حق واخلي.

نوموړي خبرداری ورکړ: "زما خبره جدي‌ ونیسئ بیا وروسته ګیله ونکړئ چې موږ ته ویل شوي نه وو یا داسې مو انګیرله چې د ډپلوماسۍ او سیاست او د وخت په تیریدو سره ددې موضوع څخه تیریږو."

د طالبانو اعلامیې ته د ایران د بهرنیو چارو وزیر غبرګون

د طالبانو د حکومت ددغې اعلامیې لږ وروسته د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان د خپل ټویټر په پاڼه لیکلي، چې په سیند کې د اوبو شتون او نشتون معیار د سیمې څخه د فني او مسلکي پلاوي لیدنه ټاکلی شي نه سیاسي بیانونه.

حسین امیرعبداللهیان لیکلي: "په وروستیو میاشتو کې په پرله پسې ډول د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت د سرپرست ملا متقي څخه مو وغوښتل، چې د هلمند د موافقې له مخې پر خپلو ژمنو باندې عمل وکړي او له سیمې څخه د اوبو د سنجولو فني پلاوي لیدنې ته امکانات برابر کړي، چې دا کار یې ونکړ. سیستان د وچکالۍ څخه کړیږي. د اوبو د شتون او نشتون معیار په فني او عیني توګه د کتنې پر اساس کیدلی شي نه د سیاسي بیانونو په صادرولو سره".

د نړیوالو اړیکو یو کارپوه رضا قاسیمي د ایران د جمهور رئیس د خبراداري په اړه وايي، چې تهران د طالبانو پر حکومت باندې د فشار لپاره ډیر وسایل په لاس کې لري.

ښاغلي قاسمي وویل: "لومړی پر مهاجرینو باندې فشار چې د هرې ورځې په تیریدو د زیاتیدو په حال کې دی، دوم د افغان مهاجرینو شړل او د سرحد څخه اوړلو مسله ده، درییم اقتصادي فشار، چې په هغو افغان سوداګر باندې، چې ایران سره راکړه ورکړه لري راوړل کیږي، څلورمه مسله کیدای شي سیاسي مسله وي او د نه رسمیت پیژندلو ګواښ اوسي، چې په تیرو دوو کلنو کې د طالبانو یو اساسي غوښتنه ده".

افغانستان او ایران په ۱۳۵۱ لمریز کال کې د هلمند د اوبو د ویش په اړه یو تړون لاسلیک کړی، چې له مخې افغانستان باید د هلمند د سیند څخه په کال کې ۸۱۷ میلیونه مترمعکبه اوبه ایران ته ورکړي.

د افغانستان پخوانیو حکومتونو ویلي و، چې په تیروکلنو کې د هلمند له سیند څخه په تړون کې د ټاکل شوې کچې څخه زیاتې اوبه ایران ته بهیدلي دي.

د پخوانیو چارواکو د څرګندونو پراساس په افغانستان کې د تیرو څه باندې څلورو لسیزو جګړو او د اوبو نه مدیریت ددې سبب شوی، چې هرکال شاوخوا ۲.۵ ملیارده مترمکعبه اوبه ایران ته وبهیږي.

په وروستیو کلنو کې ددغه سیند په اوږدو کې د بریښنا بندونه هم جوړ شوي او د بلې خوا د جنوب لویدیځو او جنوبي ولایتونو په ګډون د افغانستان ډیرې برخې د څو کلنو د پرله پسې وچکالۍ تر اغیز لاندې دي، چې د هلمند په سیند کې یې د اوبو کچه ډیره کمه کړې ده.

XS
SM
MD
LG