د لاس رسي وړ اتصالات

زابل کې د طالبانو برید لږ ترلږه ۲۴ افغان سرتیري وژلي


د زابل ولایتي چارواکي وايي، نن د جمعې په ورځ سهار وختي ( حمل اول) د دغه ولایت مرکز کلات سره نږدې د افغان پولیسو او پوځ په ګډ مرکز د طالبانو په برید کې لږ تر لږه ۲۴ افغان امنیتي سرتیري وژل شوي دي.

د زابل ولایتي چارواکي وايي، نن سهار شاوخوا څلور بجې د کلات په ختیځ ۱۵ کیلو مترۍ کې وسله والو طالبانو د افغان پوځ او پولیسو په ګډ مرکز لومړی برید وکړ او د برید لږ وروسته د طالبانو نفوذي کسانو د خپلو ټوپکو شپیلۍ د خپلو ملګرو خوا ته واړولې، چې له امله یې لږ تر لږه ۲۵ افغان پولیس او د ملي اردو منسوبین ووژل شو.

د زابل د والي ویاند اسلام ګل سیال امریکا غږ اشنا راډیو سره په مرکه کې پیښه تائید کړه، خو د تلفاتو په اړه یې څه ونه ویل. ښاغلي سیال وویل پیښه د نفوذي برید په پایله کې رامنځ ته شوې ده.

خو د زابل د ولايتي شورا رئیس عطاجان حقبيان امریکا غږ اشنا راديو ته وويل، چي لمړې وسله والو لويه حمله وکړه او بيا وروسته نفوذي بريد وشو.

ښاغلي حقبیان وویل " په قرارګاه کې، چې د کابل ـ کندهار د لويې لارې امنيت ساتي ټول ۲۴ تنه وژل شوي او ۹ تنه نور یې ممکن نفوذي بر يد کوونکي هم پکښې شامل وي ژوندې لادرکه شوي دي".

بلي خواته د زابل يوه لوړ پوړې امنيتي مقام د نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ اشنا راديو ته وويل، چې په پېښه کې ټول ۳۷ امنيتي سرتيري وژل شوي دي.

سرچينه زياته وي، چي د ملي اوردو او د زابل د عملياتي کنډک پوليس سرتيري په وژل شويو کسانو کي شامل دي.

دغه رازسرچینه وايي د دغه مرکز ټول وسايط ، وسلې او مهمات هم وسله والو له ځان سره وړي دي.

د زابل سرپرست امنيه قومندان ذبيح الله ژوبين سیمې ته تللی او تازه دمه سرتيري يې په دغه مرکز کې ځای پر ځای کړي دي.

ترنک سيمه د کلات ښار په ختيځ ۱۵ کيلو ميتری کې د کابل کندهار پر لويه لار پرته سيمه ده..

وسله والو طالبانو د بريد مسئوليت په غاړه اخيستی او په دغه برید کې یې د ۲۵ امنيتي سرتيرو د وژل کيدوخبر ور کړی دی.

بلي خواته د زابل په ګاونډ کې د اروزګان ولايت د دهراود ولسوالی پر مرکز د وسله لوی بريد پر شا تمبول شوی او د ولسوالی مرکز له سقوط څخه ژغورل شوی دی.

د دهراود امنيه قومندان سمونوال شاه محمد شاه اشنا راديو ته وويل چې په جګړه کې ۷ وسله وتل طالبان او يو پوليس وژل شوی يو پوليس او ۱۱ طالبان ټپيان شوي.

وسله والو طالبانو د دهراود د جګړې په اړه کومه تبصره نده کړې.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG